د اروپایي اتحادیي استازي له کابل پوهنتون څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۴:۵۸

د اروپايي اتحادیي پارلمان غړي او استازي داکټر هنا نیومن Hanna Neumann په داسې حال کې، چې په کابل کې د اروپایي اتحادیي هئيت سرپرست ځانګړي استازي ښاغلي آرنوت پاولس Arnout Pauwels له لوري یې ملتیا کېده د کابل پوهنتون رییس دکتور اسامه عزیز او د پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو سره وکتل او د پام وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.

پدې لیدنه کې دواړو لورو په کابل پوهنتون کې د درسونو د بهیر څرنګوالي، په افغانستان کې د زده کړو د لرلید په هکله د نوي حکومت لیدلوری، د هلکانو او نجونو د حضور څرنګوالي، په پراختیایي برخو کې د کابل پوهنتون امکانات او اړتیاوې او د بحث اړوند نورو موضوعاتو یې خبرې او نظرونه شریک کړل.

دې هیئت همدارنګه د محصلینو له یو شمېر درسي ټولګیو، ځینو درسي ‌‌‌‌‌‌‌ډيپارټمنټونو او په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو منبع مرکز  (ACKU) څخه یې هم لیدنه وکړه او د دې مرکز له مسوولینو سره یې لیدنه او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۱۸
Background image

اداري کارکوونکو ته ديني-علمي سیمنار دایر شو

د کابل پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته يو ورځنی ديني-علمي سيمينار ترسره شو. په دې سیمینار کې د وظيفې اړوند ديني او اداري مسؤوليتونو موضوع باندې بېلابېلو ويناوالو مفصلې ويناوې وکړې.

په. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: