د پیداگوژي ډيپارټمنټ

الف.  پېژندنه:

د پیداګوژي ډیپارټمنټ یا هماغه ډیپارټمنټ چې د ښوونې او روزنې پوهنځي د تأسیس په وخت کی 1341 هـ لمریز کال کې د روزنیزې ادارې په نامه رامنځته شوی و او بیا د مسلکي زده کړو په نامه و نومول شو، دا د هغې لړۍ دوام دی چې چې د زده کرې او څېړنې خدمتونه خپلو هېوادوالو ته وړاندې کوي. له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د کابل پوهنتون د ارواپوهنی او روزنیزو علومو د پوهنځي په چوکاټ کې د وتلي او مشهور ډيپارټمنټ په توګه فعالیت کوي. د دې دیپارتمنت زیاتره استادانو خپلې لوړې زده کړې، په امریکا او یا د بیروت په امریکایي پوهنتون کې ترسره کرې.

د نویو علمي او ټکنالوژیکي بدلونونو او د ټولنې دغو نویو اړتیاوو ته کتو سره، د پیداګوژي ډیپارټمنټ په وروستیو کلونو کی خپل درسي نصاب او د زده کرې موخې، د زده کرې اړتیا سنجونې، د پایلو په نظر کی نیولو سره تر نظر تېر کری دی او ژمن دی چې محصلانو ته د معیاري زده کرې خدمات وراندې کري او د کار وړ لوړې څېړنې ترسره کړي.

ب. موخې:

1. لید لوری:

د داسې تحصیلي د فرصتونو برابرول چې په هغو کې د محصلانو د زده کرې بهیر، د نظري علومو او مهارتونه له لوړ کیفیت څخه برخمن شي. د پیداګوژي ډیپارټمنټ په دې لړ کې‎، د نوښتګر تفکر درلودونکي تحقیق او تدریس تاکید کولو سره، د ازاد، مبتکر او مسؤولیت پیژندونکو انسانانو په روزلو ټینګار کوي او په درشل کې دی.

2. ماموریت:

په روزنیزو علومو کې د علمي او عملي مهارتونو له را منځ ته کولو سره د پیداګوژې څانګې د تخصصي کورسو له لارې د ژمن، خلاق او پیاوړو محصلینو روزنه، د دې لپاره چې تخصصي انساني ځواک د ښوونې او روزنې په برخه کی تامین شي

3. بنسټي موخې:

روزنیز علوم له هغه علومو څخه عارت دي چې د ښوونې او روزنې پرنسیپونه، اصول، قوانین، موخې، میتودونه او فعالیتونه په ټولو کچو کې او د زده کړې په لویو او کوچنیو پروګرامونو کې تر بحث لاندې نیسي.

د وراندې شوي تعریف په نظر کې نیولو سره، د پیداګوژي (روزنیزعلومو) ډيپارټمنټ موخه د لیسانس په دوره کې د متخصص، ژمن او کارپوه کسانو روزنه ده چې له فراغت وروسته په لاندی کارونو بوخت وي:

  • د تدریس کولو وړتیا د ښوونکيو د روزنې (په لوړو او منځنیو) مؤسسو کې.
  • د ښوونیز نصاب د طرحې، تدوین، عملي کولو او ارزونې وړتیا.
  • د زده کرې د طرې او عملي کولو ضرورت موندلو وړتیا.
  • د ښوونې او روزنې په برخه کې د عملي څېړنو د ترسره کولو وړتیا.
  • د زده کرې د بهیر د ارزونې وړتیا.

د ظرفیت د لوړولو لپاره د ښوونیزو پروګرامونو جوړولو وړتیا.

  • د ښوونې او روزنې په ډګر کې له بنسټي مفکورو سره بلدتیا.
  • په نرۍ او افغانستان کې د ښوونې او روزنې له تاریخ څخه خبرتیا او د روزنیزو علومو د تجزیې او تحلیل وړتیا.
  • د نرۍ د مختلفو هېوادونو له ښونیزو سیسټمونو سره بلدتیا.
  • په ملي کچه د ښوونې او روزنې له مسایلو سره د احساس او لېوالتیا پیدا کول.
  • په دې باور لرل چې تعلیم ښوونه او روزنه د ټولنې د تغییر او پرمختګ اساس دی.
  • په ښوونه او روزنه کې د ماسترۍ دورې زده کړو ته د محصلینو د راتګ لپاره لارسازي.

ج. تحصیلی نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

1

د ښوونې او روزنې بنسټونه

PsEd151

4

۱۳

پرتلیزه ښوونه او روزنه

PsEd258

4

2

په روزنیزو مؤسسو کې رهبري او تنظیم

PsEd153

2

۱۴

له لرې څخه زده کړه

PsEd259

2

3

ښاري ښوونه او روزنه

PsEd154

2

۱۵

تخصصي انګلیسی ژبه (2)

PsEd260

2

4

د زده کرې د ټکنالوژۍ بنسټونه

PsEd255

4

۱۶

د روزنې پلان جوړونه

PsEd361

4

5

د ښوونې او روزنې فلسفه

PsEd256

4

17

له ښوونځي څخه وراندې زده کړې

PsEd362

2

6

تخصصی انګلیسي ژبه (1)

PsEd257

2

18

د ښوونې او روزنې تاریخ

PsEd363

4

7

د تدریس اصول او قواعد

PsEd367

4

19

د ښوونیز نصاب پرمختیا

PsEd470

4

8

د زده کرې د سیسټمونو طراحي

PsEd368

2

۲۰

د روزنې ارزونه

PsEd472

4

9

د استثنایی(ځانګړو) ماشومانو ښوونه او روزنه

PsEd369

4

۲۱

د لویانو زده کرې (لیک لوست زده کړه)

PsEd473

2

10

د زده کری ارزونه

PsEd365

2

۲۲

ښوونه او روزنه او نړیوال کېدل

PsEd474

4

11

تدریس‌ ښوونه

PsEd475

۲

۲۳

په روزنیزو علومو کې سیمینار

PsEd477

2

12

ښوونیز نظارت

PsEd476

4

 

 

 

 

گالری رسانه

2096 students of Kabul University graduated with bachelor's degree

Advancements of KU after the victory!

Da Afghanistan Information Center video report at Kabul University:

Faculty of Engineering, Kabul University

From 22 faculties of Kabul University, 2,308 students graduated with a bachelor's degree. Watch more details in the video report below.

A video report of the activities and achievements of the Faculty of Chemistry of Kabul University can be seen here.

The Fine Arts Faculty of Kabul University: For more details, follow the video report below.

A brief report of the activities carried out at Kabul University in the month of Asad.

A special conversation with the head of the Faculty of Pharmacy, Dr. Agha Mohammad Zhakfar, regarding the achievements and the general situation of the aforementioned faculty:

In Kabul University, the final exams of the students of different faculties of the spring semester continue with full transparency.

A special interview with Professor Safiullah Jawhar, the head of the Faculty of Agriculture, Kabul University

The three-day workshop for the students of the Department of Theater of the Faculty of Fine Arts was concluded by the guest professor (Dr. Edmund Chow) from Singapore.