په کابل پوهنتون کې د درمل جوړونې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د روان کال د تلې میاشتې په دریمه نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رئیس، استادانو او زده کړیالانو په ګډون د درمل جوړونې نړیواله ورځ په کابل پوهنتون کې ولمانځل شوه.
د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي آقامحمد ژکفر ددغې ورځې د لمانځلو موخه د فارمسستانو تشویق او ترغیب وباله او ویې ویل چې د ټولنې دغه برخه په هېواد کې د درملو په کیفیت کې مهم او اساسي رول لوبوي.
هغه همدارنګه زیاته کړه د فارمسي پوهنځي استادان د وړ او تخصصي زده کړیالانو په روزلو سره د ټولنې د روغتیایي اړتیاوو په پوره کولو کې روښانه ونډه او مهم رول لري او هیله لرو چې د هېواد په روغتیایي سیستم کې ددې ډلې مقام د پام وړ وګرځي.
همدارنګه په یاده غونډه کې استاد رابعه ایوبي د نړیوالې فارمسي اتحادیې د هغې د موخو او فعالیتونو په اړه ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل چې د ګډونوالو د خوښې او توجه وړ وګرځېدل.