د کابل پوهنتون رییس د سیمه ييزو همکاریو سازمان (ECO) غړو پوهنتون رییسانو په لومړي سمپوزیم کې ګډون او خبرې وکړې
د روان ۱۳۹۹ د کب په ۱۴، چې د ۲۰۲۱ز د مارچ په ۴ نېټې د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د سیمه ییزو همکاریو سازمان (Economic Cooperation Organization-ECO) د پوهنتونونو رییسانو لومړني سمپوزیم، چې « د دې سازمان د لسو غړو هیوادونو د پوهنتونونو د همکاریو د اړیکو جوړول» او « د غړو هیوادونو مهمو او بنسټیزو اړتیاو د انعطاف پیاوړي کولو» موضوعاتو باندې د بحث په موخه په انلاین ډول جوړه شوې وه ګډون او خبرې وکړې.
پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د دې سمپوزیم په جوړېدو خوښي او له جوړوونکو څخه یې د مننې ترڅنګ د کابل پوهنتون نوې برنامې، لاسته راوړنې او لوړې موخې یې معرفي او له دې سمپوزیم څخه په ګټه اخیستنه یې لاندې وړاندېزونو باندې تاکید وکړ:
د ګډو علمي څېړنو، د زده کړه ییزو ګډو برنامو او ننګونو ته منعطف او د سیمې هیوادونو مهمو معضلاتو لپاره د همکاریو د نوي پلاټفورم جوړول؛
د دې سازمان د غړو هیوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د علمي او زده کړه ییزو همکاریو لپاره د مجازي اړیکو مناسب چاپېریال جوړول؛
د محصلینو او استادانو تبادلې اغېزمنو برنامو جوړول؛
د سیمه ییزو همکاریو سازمان غړو هیوادونو کې د لوړو زده کړو بنسټونو کې د کیفیت او باور ورکونې عالي ګډ نظام جوړول؛
د سیمه یزو همکاریو په سازمان کې د ګډو سیمه ییزو وړتیاوو چوکاټ (Qualification Framework) جوړول.
پدې سمپوزیم کې د شاملو ۱۹ پوهنتونونو د رییسانو: کابل پوهنتون، د استانبول پوهنتون، د قزاقستان الفارابي ملي پوهنتون، د مشهد فردوسي پوهنتون، د اذربایجان خزر پوهنتون، د تاجکستان عبدالله رودکي پوهنتون، د قرغزستان هیواد د قرغیز-روسي پوهنتون، د پاکستان هیواد څخه د لاهور ښځینه پوهنتون، د ازبکستان هیواد د تاشکند دولتي پوهنتون، د ترکمنستان دولتي پوهنتون، د هرات پوهنتون، د قزاقستان هیواد د ګاملیوف یوراسین ملي پوهنتون، د انقرې پوهنتون، د شریف صنعتي پوهنتون، له تاجکستان څخه تاجیک دولتي پوهنتون، له پاکستان څخه د کراچۍ پوهنتون او پنجاب پوهنتون، د ترکمنستان هیواد د انساني او پراختیايي علومو پوهنتون او د قرغزستان د جاسپ بالاساګین دولتي پوهنتون په ګډون جوړ شوی وو.
د سیمه ییزو همکاریو سازمان- ایکو یو سیمه ییز اقتصادي سازمان دی. دا سازمان په لومړي ځل په ۱۳۴۱ هـ.ل یا (۱۹۶۲ م) کې د درې ایران، پاکستان او ترکیې هیوادونو له لوري د «آر سي ډي» یا « د سیمه ییزو همکاریو ابادي» په نوم بنسټ کېښود. د شوروي تر ماتې وروسته په ۱۳۷۲ کال کې افغانستان، د اذربایجان جمهوریت، قزاقستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ازبکستان او تاجیکستان هیوادونه هم له ایکو سازمان سره يو ځای شول.
دا سازمان اوس د لسو غړو په درلودو سره تقریبآ د ۴۸۰ میلیونه تنه نفوس او تقریبآ د ۸٬۶۲۰٬۶۹۷ کیلو متره مربع خاورې پراختیا او تېل، ګاز او صنعت په واک کې لري.