د کابل پوهنتون د فارغینو شورا جوړه او د پوهنتون د محصلینو اتحادیې مخکینیو مسوولینو څخه ستاینه وشوه

Anonymous (not verified)
Sat, Jan 16 2021 4:36 PM
ku

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۲۵ نېټه په یو لړ مراسمو کې، چې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال، استادانو، محصلینو او د دې اتحادیې غړو په ګډون د د ښکلو هنرونو پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون د فارغینو شورا جوړه او همدارنګه د محصلینو اتحادیې له مخکنیو مسوولینو څخه یې ستاینه وکړه.

پدې برنامه کې د کابل پوهنتون د محصلینواتحادیې رییس ښاغلي مصطفی ارین خبرې وکړې او د دې اتحادیې په چوکاټ کې یې د خپلو پخوانیو همکارانو له اغېزمنو او ګټورو کړنو څخه مننه وکړه او وروسته یې د پوهنتون د فارغانو شورا (المونای)، د کابل پوهنتون د زرګونو فارغینو په منځ کې یې د دې بنسټ شتون یوه اړتیا یاده کړه او د دې شورا چوکاټ او کاري اصول معرفي، د دې شورا په راتلونکو برنامو او همدارنګه یې د کابل پوهنتون محصلینو د راتلونکو برنامو په اړه یې هم معلومات وړاندې کړل. ښاغلي ارین محصلین د کابل پوهنتون یوه بنسټیزه ضلع یاده کړه او د هغوی ترمنځ د همغږۍ پیاړتیا، د فعالیتونو روښانول او د هغوی په ګټور رول یې تاکید وکړ.

وروسته د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی فیصل امین پدې برنامه کې خبرې وکړې د نوې ټکنالوژي په راتګ سره یې د محصلینو همغږي او د ګډو کارونو په موخه د محصلینو د اړیکو ځای او رول یې ګټور وباله او د دې برنامې په جوړېدو سره یې د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې کارونو څخه ستاینه وکړه. پوهندوی فیصل امین د کابل پوهنتون د فارغینو شورا په جوړېډو خوښي ښوده او د خبرو په بله برخه کې یې د کابل پوهنتون د بدلون نوې برنامې ته په اشاره یې د محصلینو د خدمتونو په برخه کې یې یو لړ بې غوریو یادونه وکړه ویې ویل، چې د دې برنامې په پلي کېدو او په اغېزمنه توګه پلې کېدو په برخه کې د محصلینو د اتحادیې همکاري به دا ستونزې یو په بل پسې له منځه یوسي.

د دې برنامې په بله برخه کې په ۱۳۹۵ کال د دې اتحادیې د بیا جوړېدو له مهاله تر اوسه یې د دې اتحادیې د کارونو په اړه لنډ مستند نندارې ته وړاندې شو او په نېغه توګه یې د کابل پوهنتون د پخوانیو رییسانو هر یو احمد فهیم عظیمي، جاوېد فاروس او امید مهریار په خپل وار سره یې مصاحبه ترتیب او دوی خپلو تجربو او خاطرو، په کلتوري، علمي او سپورټي برخه کې د اتحادیې لرلید او کارونو په هکله معلومات وړاندې کړل. هغوی هر یو د اتحادیې په فرهنګي او ټولنیزو برنامونو کې د کابل پوهنتون د زده کړیالانو ګډون، د کابل پوهنتون په علمي او رهبري شورا په ۲۵ ناستو کې د محصلینو د ستونزو بیان، د محصلینو لپاره د کار په موخه له ملي او نړۍ والو بنسټونو سره د ګټورو او اغېزمنو اړیکو ټینګول او ... په هکله خبرې وکړې.

د دې برنامې په پای کې د کابل پوهنتون د فارغینو شورا د پټۍ په پرېکېدو سره په رسمي ډول جوړه شوه او محمد فهیم عظیمي، علي جمعه نظري او بهیشته نذیر په خپل وار سره د لنډ مهاله رییس، مرستیال او منشي په توګه وټاکل او معرفي شول، ښاغلي عظیمي او اداري مرستیال ښاغلي علي مهدوي هم د دې شورا د لرلید او نورو موخو په هکله لازم معلومات وړاندې کړل.

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیه څو لسزیزې اوږده تاریخچه لري ولې د دې اتحادیې نوي فعالیتونه په ۱۳۹۵ کال کې بیا پیل شول، چې په پیل کې د ممتازو محصلینو د کمېټې په جوړښت سره یې فعالیتونه پیل کړل او د وخت په تېرېدو سره یې جوړښت غني او پراخه شو. د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیه په ۱۳۹۵ کال کې د محمد فهیم عظیمي په ریاست بیا جوړه او وروسته په خپل وار سره د ښاغلي جاوېد فاروس، ښاغلي امید مهریار او اوس د ښاغلي محمد مصطفی ارین تر ریاست لاندې د محصلینو د سري رایو پر بنسټ وټاکل شو، فعالیت کوي.د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیه د محصلینو، فرهنګي، غیر انتفاعي او غیر سیاسي بنسټ دی، چې د دې اصلي موخه د محصلینو ستونزو ته د رسېدو او د فرهنګي، علمي، سپورتي برنامو جوړېدو او ... د محصلینو د ظرفیت د لوړاوي په موخه فعالیت تر سره کوي.

Latest news

Thu, Sep 21 2023 11:13 AM
Background image

Museum

The National Museum, in Kabul, holds the largest collection of Afghan antiquities in the world and as such is the only destination for those who wish to learn about the rich and diverse. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

The conference titled "Revelation of the Quran" which was prepared and organized by the respected professors of the Faculty of Sharia was held in Kabul University. More details in the video report!

Some beautiful photos from Kabul University in the rainy season

World Water Day was celebrated in Kabul University during a series of grand ceremonies. Read more in the prepared video report:

During the visit of the Chinese Embassy in Kabul, the top students of Kabul University were honored with certificates of appreciation and cash gifts. Read more in the prepared video report:

In 2023 AH, Kabul University has implemented dozens of development projects worth about 90 million Afghanis. Video report:

The bituminous work of new roads inside Kabul University has started

The work of constructing a student park with an area of 12 acres of land was opened in the campus of Kabul University

Album of spring photos of the beautiful grounds of Kabul University in 1402 AH

Pictures album of the courtyard of Kabul University after a gentle and beautiful rain