د استاد پوهنمل نورمحمد ستانکزي حبیبي د مړینې په هکله د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او غم شریکۍ پیغام

Event dates
Event dates
د سه شنبه په ورځ د ثور ۲۵ نېټه د کابل پوهنتون د کرهڼې پوهنځي استاد، پوهنمل نورمحمد ستانکزي خپل روح حق ته وسپاره.
مرحوم پوهنمل ستانکزی حبیبي د کابل پوهنتون د کرهڼې پوهنځي د هارټیکلچر څانګې تکړه استاد وو، چې د ځوان نسل د ښې روزنې تر څنګ یې د شل کلن صلیبي اشغال په وړاندې د جهاد په دور کې د افغانستان اسلامي امارت د عالی تحصیلاتو د ادارې مسؤل او همدارنګه یې د اسلامي امارت د زراعت کمېسون غړیتوب هم درلود چې په یادو برخو کې یې ترسره شوي خدمات د هېریدو وړ نه دي.
کابل پوهنتون د استاد پوهنمل ستانکزي د مړینې په اړه د خپل علمي کهول تر څنګ د اروښاد له کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان شریک بولي او دوی ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندي کوي.
روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي
انا لله و انا الیه راجعون