په کابل پوهنتون کې د کرونا ویروس په هکله معلومات او اړینې هڅې
شدید ګرم تنفسي سندروم – کروناو یروس-2 (SARS-CoV-2)، د کروناویریده کورنۍ اړوند نوی یو ویروس دی، چې په لومړي ځل په ۲۰۱۹ د چین په ووهان ښار کې و پېژندل شو او ۵ میاشتې وروسته په ټوله نړۍ کې په یوې ساري ناروغۍ بدل شو. SARS-CoV-2 يو پوښ لرونکی ویروس د RNA منفرد ځینځیر مثبت پولاریتي لرونکی دی.
دا ویروس حتی بې له ناروغي څخه یو کس څخه بل ته لېږديږي. د ویروس لېږ د ټولنې د وګړو په واسطه د ټولو ضرر لیدونکو ټولو لویو وچو له لارې ثابته شوې ده. د روغتیا نړۍ وال سازمان د ۲۰۲۱ ز د می ۲۲ نېټې د راپور پر بنسټ د دې مرض 166.492.198 پېښې او د دې مرض څخه 3.458.041 کسانو مړینه تائید شوې ده.
د کابل پوهنتون په کارمندانو او محصلینو کې د ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د کابل پوهنتون له لوري احتیاطي ګامونه:
کابل پوهنتون هڅه کوي تر څو د محصلینو لپاره د زده کړو فرصت او په مصوونه فضا کې د کارونو پرمخ وړل برابر کړي او پدې توګه لاندې وقایوي اقدامات پلان او پلي شوي دي:
- درسي ټولګي د کم شمېر محصلینو لپاره تنظیم شوي دي ( په ځینو څانګو کې لکه د ژبې د زده کړې ټولګي).
- هره ورځ درسي ودانۍ، کتابتون، لابراتوارونه او ټولګي غیر عفوني کيږي.
- د کارمندانو او محصلینو له لوري د ماسک کارول جبري دي.
- د انلاین کورسونو له لارې د زده کړو موقع او د استادانو له لوري درسي ويدیو ګانې ثبت شوي ترڅو د وګړو ترمنځ د نژدې تماس مخنیوی وشي.
- کابل پوهنتون د روغتیا وزارت سره په همغږي د واکسیناسیون ټیم بللی تر څو استادان، محصلین او کارکوونکي واکسین کړي.
- ټولې ناستې، اکاډمیک پرمختللي کورسونه او کنفرانسونه د پوهنتون په پرانیستې چاپېریال کې جوړیږي.
د کرونا ویروس څخه د ساتنې ۶ ساده مرحلې:
- په وار- وار خپل لاسونه ووینځۍ.
خپل لاسونه په وار- وار په عفوني ضد الکولو باندې لامده او یا یې په اوبو او صابون سره ووینځۍ.
- له سترګو، پزې او خولې سره د اړیکې مخنیوی وکړئ، ځکه په ویروس ککړ لاسونه مو سترګو، خولې او پزې ته ویروس لېږدوي.
- په ویروس د اخته کس د ټوخي او پرنجې پرمهال د خپریدونکي ویروس پروړاندې د ځان او نورو د ساتنې لپاره محافظتي ماسک وکاروئ.
- د ګڼې- ګوڼې له ځایونو او له هغو کسانو څخه، چې تبه او ټوخی لري له نژدې کېدو څخه ډډه وکړئ.
- که چېرې مو د ویروس نښې حس کړې په کور کې پاتې شئ.
- که مو په کور کې څوک مریض وي، د کورنۍ نور غړي باید له احتیاطي اقداماتو لکه ماسک وکاروي تر څو د ویروس د لېږد مخنیوی وشي.
- د دې ویروس په هکله وروستي معلومات د معتبرو ویب پاڼو لکه د روغتیا نړۍ وال سازمان یا خپلو معتبره سیمه ییزو رسنیزو سرچینو څخه تر لاسه کړئ.
- د امکان په صورت کې د کرونا واکسیون وکړئ.
ستاسو د روغتیا په هیله