لیدلوری، مأموریت او موخې

ليدلوری:

د نړيوالو اړيکو په برخه کې د مسلکي متخصصينو د لرلو له پلوه د دولتي او نادولتي او همدارنګه د علمي او څېړنيزو بنسټونو د اړتيا پوره کول.

موخې:

د نړيوالو اړيکو تر لیسانس پورته پروګرام په لاندينيو موخو باندې متمرکز دی؛

  • د داسې مستعدو کادرونو روزنه چې تر فراغت وروسته د دې جوګه وي، چې د ديپلوماتيکو اړيکو، د ملي پاليسيو د جوړولو، بهرني سياست او د افغانستان د نړيوالو اړيکو د مديريت په برخه کې اغېزناک نقش ولري.
  • د داسې مستعدو کادرونو روزنه چې تر فراغت وروسته په پوهنتون او علمي مرکزونو کې د استاد په توګه په تخصصي ډول د درس ورکولو جوګه وي.
  • د داسې مستعدو کادرونو روزنه چې تر فراغت وروسته په علمي او څېړنيزو مرکزونو کې د څېړونکي په توګه د بحثونو او مسايلو د تجزيې او شننې او تخصصي وړاندې کولو جوګه وي.
  • د داسې استعدادلرونکو کادرونو روزنه چې تر فراغت وروسته له ملي او نړيوالو بنسټونو سره د همکارۍ برابرولو جوګه وي.
  • د داسې مستعدو کادرونو روزنه چې د دې جوګه وي، ترڅو د افغانستان د بهرني سياست او د نړيوالو اړيکو د مديريت په برخه کې شته نيمګړتياوو او کمۍ اصلاح کړي او رغون پکې راولي.
  • په مختلفو برخو کې د دولتي او غيردولتي ارګانونو د اړتياوړ متخصص کادر روزنه.
  • د دوکتورا په برخه کې د تحصيل د ادامې په خاطر د مستعدو کادرونو چمتوکول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم