لیدلوری، مأموریت او موخې

ليدلوری:

دا چې د هېواد عدلي او قضائي بنسټونه د ظرفيت پراختيا او لوړتيا ته جدي اړتيا لري، نو دغه پوهنځی په پام کې لري، ترڅو د متخصصو او روزل شوو کادرونو روزنې سره دغې موخې ته د رسېدو فرصت برابر کړي. د دغه پوهنځي فارغان د خپلو علمي او کاډميکو لاسته راوړنو پرمټ له قانون څخه د ساتنې په بنسټونو کې په ډېره غوره شکل د عدالت او قانونيت د پليتابه مخه برابرولای شي او په دغو بنسټونو کې ټولو شته نادودو ته په خپله برخه کې د پای ټکی ايښودلای شي.

همدارنګه په پام کې ده، چې د دغې پروګرام له پياوړتيا او بنسټي کېدو وروسته په دغه پوهنځي کې د حقوقو په ډيپارټمنټ کې د دوکتورا پروګرامونو د رامنځته کېدو فرصت برابر شي او له دې لارې افغانستان يوه ورځ علمي ځان بسياينې ته ورسېږي او ورپسې په ټولنه کې د قانونيت او عدالت پليتابه ترلاسه شي.

مأموریت:

د دغه پوهنځي رسالت په حقيقت کې د جزا حقوقو او جنائي علومو په برخو کې له ورځې سره سم په مسلکي پوهې د محصلانو سمبالښت دی. د اړوندې ډيپارټمنټ د درسونو په تيوريکو اړخونو د ترکيز ترڅنګ به کوشش وشي، ترڅو د درسونو عملي اړخونو ته چې د هېواد د عدلي او قضائي بنسټونو ورته جدي اړتيا ده، په وړ شکل پاملرنه وشي.

همدارنګه تر لیسانس پورته پروګرامونو له لارې کوشش شوی، چې د دغې پروګرامونه د محصلانو لپاره د لا زياتې څېړنې او سپړنې فرصتونه رامنځته شي او له دې لارې علمي او اکاډميک بنسټونه له يوازې تدريسي بنسټونو څخه په تدريسي-څېړنيزو بنسټونو بدل شي.

موخې:

۱ ـ د قضائي وړتياوو او قضايي سلوک او چلن ښوونه

۲ ـ دعوې او دفاع او د هغو د اقامې د څرنګوالي د اړوندو قواعدو ښوونه

۳ ـ د دفاع وکالت د وړتياوو ښوونه

۴ ـ د دولتي او غيردولتي بنسټونو لپاره د حقوقي مشورې ورکولو ښوونه

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم