لیدلوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
د عربي ژبې تر لیسانس پورته زده کړو پروګرام له جوړولو څخه موخه، په عربي ادبیاتو کې د متخصصو او مسلکي معلوماتو درلودونکو افرادو روزنه ده.
دا برنامه کولی شي په تخصصي ډول د ظرفیت لوړونې او د عربي ژبې او ادبیاتو له خزانې څخه د سمې پوهېدنې په پار ګټه واخیستل شي.
ماموریت:
په عربي ژبه کې د ماسټرۍ په کچه د عملي مهارتونو د ودې لپاره د ساحو رامنځته کول، ترڅو د ساینسي کارمندانو د هڅو له لارې ژمن، تخلیقي او وړ زده کونکي وروزل شي ترڅو د زده کړې په برخه کې ځانګړي بشري سرچینې چمتو کړي.
بنسټي موخې:
د عربي ژبې او ادبیاتو په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام موخه د افغان ټولنې د اړتیاوو علمي، ادبي او فرهنګي پرمختګونو په پام کې نیولو سره د مسلکي پوهې د کچې لوړول او د هېواد د ځوان نسل د مهارتونو لوړول دي.