لیدلوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز موخه دا ده چې د نوښت، پرمختللو ټکنالوژیو او اغېزناکو میتودونو په کارولو سره د معلوماتي ټکنالوژۍ په ډګر کې د کابل پوهنتون د ستراتیژۍ د پیاوړتیا لپاره معیاري او پایدار خدمات وړاندې کړي.

 

مأموریت:

د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز دنده لري چې د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د کابل پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلینو ته باکیفیته تخنیکي، تعلیمي او معلوماتي خدمات وړاندې کړي، او د پوهنتون د اداري، علمي او تخنیکي سیستمونو د اغېزمن مدیریت، پراختیا او ملاتړ زمینه برابره کړي.

 

اساسي دندې:

  1. د استادانو، کارکوونکو او زده کړیالانو لپاره د انټرنېټي خدماتو برابرول او مدیریت.
  2. په سټوډیو کې د ویډیویي زده کړه ییز موادو ثبت، ایډیټ او نشر.
  3. د امنیتي کمرو نصب، کنټرول، څارنه او تخنیکي ملاتړ.
  4. د سافټویر اړوند ستونزو حل او تخنیکي ملاتړ برابرول.
  5. د سخت غالي ستونزو تشخیص، ترمیم او ساتنه.
  6. د (ku.edu.af) ډومېن له لارې د رسمي برېښنالیکونو جوړول او مدیریت.
  7. د پوهنتون په ویبپاڼه کې د علمي، اداري او معلوماتي محتواوو نشر او تازه کول.
  8. د بایومیټریک سیسټمونو (Access Control, Attendance, Real-time) کنټرول او څارنه.
  9. په لابراتوارونو کې د زده کړیالانو لپاره د زده‌کړې اسانتیاوې برابرول.
  10. د ویډیو کنفرانسونو تنظیم او مدیریت (ملي او نړیوال).
  11. د IT تجهیزاتو (ستخت غالي او پوست غالي) نظارت، ساتنه او مدیریت.
  12. د روزنیزو پروګرامونو، ورکشاپونو او تخنیکي روزنو تنظیم.
  13. د نوو معلوماتي سیستمونو طرحه، پراختیا او د موجوده سیستمونو اصلاح او بهبود.

 

موخې:

  • د معلوماتي ټکنالوژۍ د پرمختللو او اغېزناکو پروګرامونو طرحه او پلي کول؛
  • د شبکې، سرورونو، سخت غالي او پوست غالي د تخنیکي چارو اغېزمن کنټرول او مدیریت؛
  • د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د معلوماتي ټکنالوژۍ اسانتیاوو پراختیا؛
  • د پوهنتون د علمي او اداري چارو د ډیجیټلي کېدو پیاوړتیا؛
  • د کاروونکو لپاره د چټکو، خوندي او باکیفیته IT خدماتو وړاندې کول.

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: