لیدلوری، مأموریت او موخې

لید لوری:

د هستوي او اتومي فزیک د ماسترۍ برنامه هڅه کوي چي د غوره اومعیاري تدریس په وړاندي کولو او د وړ متخصصو کادري اعضاوو په روزنه سره  په سیمه ییزه او نړیړاله غوره ځای خپل کړي.

مأموریت:

    د هستوي او اتومي فزیک د ماسترۍ برنامه دنده لري چي عالي څیړنیز، علمي او عملي خدمات وړاندي کړي او  اولس ته وړ او متعهد مسلکي کادرونه وروزي  تر څو د څیړنو له لاري په هیواد کي عصري او تکنالوژيکي ډګر تود او پیاوړی وساتي.

موخې:

په ملي کچه د هستوي او اتومي فزیک د پوهې تولید، د هستوي پوهې د ښوونې پراختیا او هر اړخیز انکشاف ، په سیمه ییزه او نړيواله کچه د هستوي پوهې د څیړنو د مهارتونو لوړول، د  زیربیناوو د متوازنې پراختیا په موخه د ملي څېړنیزو  پروژو تطبیق لپاره د تحصيلي څيړنو او سلا  مشور و آسانتیاوې برابرول ، د هستوي فزیک د پوهې د عامولو لپاره د علمي کادرونو ارتقاء او دوی ته د پوهي په توليد کي ونډه ورکول له اساسي موخو څخه شمیرل کیږي.

هستوي انرژۍ ته د سوله ييز لاسرسي قانون ته په پام د هستوي او اتومي فزيک ډیپارتمنټ د متخصص انساني ځواک روزنې برنامې په هستوي بټۍ او هستوي سون توکو، هستوي طب، د کرنې په برخه کې هستوي څېړنې او هستوي ساتني  برخو کې فعاليت لري.

  دهستوي او اتومي فزیک ډیپارتمنت له کورنیو او بهرنيو علمي بنسټونو سره د را منځته شوې راکړي ورکړي پر اساس هڅه کوي چې د متخصصو او غوره استادانو په ګومارنې سره خپلي  اړتیاوي  پوره کړي، هڅه کېږي چې د گاونډیو هیوادونو له معتبرو پوهنتونو سره علمي  راکړه ورکړه،  د ګډو څیړنیزو کارونو ترسره کولو په موخه د منابعو او لابراتوارونو په ګډون او همدارنگه د تیزیسونو د بشپړولو او نورو اړتیاوو په موخه اړ يکي ټينگي شي.

توامیتونه:

    د هستوي او اتومي فزیک ډیپارتمنت د فزیک پوهنځي د پراختیایي موخو په چوکاټ کې خپلو موخو ته د رسیدو په منظور هڅه کوي د معتبرو ملي او بين المللي پوهنتونونو او نورو خصوصي او دولتي څيړنيزو او خدماتي بنسټونو همکاری جلب کړي، سربېره پر دي  د افغانستان د هستوي او اتومي انرژۍ له ادارې سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک نهایي شوی او ژر به امضا شي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم