لیدلوری، مأموریت او موخې

لید لوری:

د حرفه ای تعلیم د زده کړې لپاره په ملي او نړیوالو شرایطو برابره کامله تحصیلي برنامه چې د حیواني علوم په برخه کې رهبري، د ستونزو حل او تجزیه او د هیواد رشد او انکشاف، د حیواناتو تولید او توسعه او د وارداتي محصولاتو سره رقابت کوونکی او د جامعې غوښتنو ته ځواب ویونکې برنامې ایجادول.

چې په عین وخت کې د علمي مقالو د ایجاد او معتبره سرچینه او همدارنګه اړونده معلوماتو په اساس د څېړنېز فرهنګ تقویه او په مختلفو برخو کې لکه: تغذیه، غذا او حیواني تغذیه، جنتیک او د نسل اصلاح، د مرغانو روزنه او د حیواناتو د فارم مدیریت وکړي.

مأموریت:

د حیواني علومو د ماسټر دنده د څارویو پالنې په بیلابیلو ډګرونو کې وړ او قوي متخصصین روزل دي تر څو د مالدارۍ وروسته پاتې سکتور ته د خدمت جوګه وګرځي.

دغه برنامه غواړي د حیواناتو د روزنې عصري کولو له لارې د هېواد ملي اقتصاد او مصؤنیت غذایي کې ښه رول ولوبوي.

موخې:

  1. د حیواني علومو په څانګو کې د اړونده پوهې او مهارت ترلاسه کول او د مختلفو ننګونو سره مقابله کولو لپاره د دوی وړتیا ته وده ورکول چې په راتلونکي کې راپورته کیږي او د څارویو تولیدي سکتور ته پرمختګ ورکوي.
  2. د څیړنیزو کارونو ترسره کولو وړتیا ترلاسه کول او لدې لارې نوې پوهه او مهارتونه رامینځته کول او په مالدارۍ سکتور کې موجوده یا راتلونکي ستونزو لپاره حل لارې لټول.
  3. د معیاري او پیژندل شوي سټایل کې د ساینسي مقالو لیکلو وړتیا ترلاسه کول ترڅو د دوی تجربه له بهرني پوهانو سره شریکه کړي.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم