لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ملي او نړیواله کچه د افغانستان د ژبو او ادبیاتو لپاره د ژمنو او متخصص کادرونو د روزلو په موخه، د یوه باوري علمي او اکاډمیک مرکز په توګه کار کوي، تر څو د دې پوهنځي فارغان د تکړه او مسلکي څېړونکيو او داخلي ژبو او ادبیاتو ته د ژمنو کسانو په توګه خپل هېواد په اکاډمیکه برخه کې خدمت وکړي.

ماموریت:

د داخلي ژبو او ادبیاتو اړوند او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو د داسې مسلکي او تخصصي کادرونو روزنه، چې د افغانستان په تاریخي ارزښتونو او د هېواد پر اساسي قانون باور ولري او په ښه ډول هېواد ته خدمت وکړي.

موخې:

په عموم کې د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د تأسیس موخې د هېواد د نننیو او مخکینیو پېړیو د کلتوري او ادبي ارزښتونو درک، د خپل هېواد د ځلانده ادب او کلتور په باب پوهاوی، راتلونکو پېړیو ته یې لېږد او په مختلفو ادبي او علمي رشتو کې د تکړه ښوونکو روزنه ده؛ خو په ځانګړې توګه د دې پوهنځي لپاره لاندې موخې یادولی شو:

  • د ټولنې او محصلینو اړتیاوو ته په کتو د باکیفیته تحصیلي خدماتو وړاندې کول؛
  • د ننني عصر له اړتیاوو سره سم د ادبي او کلتوري څېړنو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو رامنځته کول او پراختیا؛
  • د ژب پېژندنې او ادب پېژندنې په برخو کې د علمي څېړنو لپاره زمینه برابرول؛
  • د پښتو، دری او اوزبیکي ژبو د علمي او مسلکي بډاینې لپاره کار کول؛
  • د پوهنځی په کچه د ژباړې او ادبي ـ کلتوري څېړنو په برخه کې د یوه باوري مرکز رامنځته کول؛
  • د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د علمي-روزنیزو توامیتونو رامنځته کول؛

۳. توأمیتونه

  1. د چین یونن منزو پوهنتون (Yunnan Minzu University).
  2. د فردوسي مشهد پوهنتون ـ ایران
  3. د علامه طباطبایي پوهنتون ـ ایران
  4. پژوهشګاه علوم انسان ـ ایران
  5. د هند جواهر لعل نېهرو پوهنتون

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم