لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

انجینري پوهنځی هڅه کوي چې د زده کړو، خلاقیتونو د رامنځته کولو، دوامداره او مسلکي زده کړو د خدمتونو وړاندې کولو، تخصصي زده کړو، تحقیق او کارپنځونې په برخه کې یو فعال اکاډمیک بنسټ وي او تر څنګ یې له سیمه ییزو او نړیوالو علمي ټولنو سره فعال ګډون او همکاري ولري.

انجینري پوهنځی هڅه کوي چې روزنیز، مسلکي-تخصصي روزنه، باوري او ګټور خدمات په ټولنه کې ترسره کړي.

 مأموریت:

د انجینرۍ پوهنځي ماموریت دا دی چې د تدریس چارې ښې کړي، د انجینرۍ، مهندسۍ او ښار جوړونې په بېلو څانګو کې تدریس، تحقیق او روزنه ترسره کړي. زموږ موخه دا ده چې په مسلکي او تخصصي توګه داسې کسان له دې پوهنځي فارغ کړو، چې په خپل مسلک کې له پوره مهارت برخمن وي او په اوسمهال کې په نړیواله کچه د مسلکي او بریالیو کسانو په توګه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

موخې:

انجینري پوهنځی هغه روزنه او څېړنې ترسر کوي چې پر بېلو نوښتونو ټینګار کوي، ټول درسونه، ویناوې، ازمویښتونه، تر ټولو نوې څېړنې او د محصلینو د روزنې لپاره وروستۍ نړیوالې روزنیزې څېړنې کاروي. په انجینرۍ پوهنځي کې محصلین تخصصي پوهه ترلاسه کوي، دوی به د پوهې د پراخو محتویاتو د ترلاسه کولو لپاره متحرک او هڅاند وي، دوی اکاډميک اخلاق خپلوي، حساس ذهنونه به ولري، د ټولنې اړتیاوې درک کولی شي، د ستونزو د کشف او حل وړتیا به ولري او د متقابل درک لپاره به د اړیکو قوي مهارت ولري.

د انجینرۍ پوهنځی غواړي چې ټول محصلین یې له تمې سره سم زده کړې ولري او په عالي درجه فارغ شي چې وکړی شي په نړیواله کچه خپله وړتیا نندارې ته وړاندې کړي.

انجینري پوهنځی ددې تر څنګ چې د خپلو کارکوونکيو او استادانو علمي کچې لوړولو ته ژمن دی، د لاندې موخو د ترلاسه کولو لپاره یې د نصاب معیاري کول بله مهم لومړیتوب دی.

  • د ټولنې او محصلینو اړتیاوو ته په کتو د باکیفیته تحصیلي خدماتو وړاندې کول.
  • د ننني عصر له اړتیاوو سره سم د علمي څېړنو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو رامنځته کول او پراختیا.
  • د روزنیزې ټکنالوژۍ د بېخبیناوو رامنځته کول او پراختیا.
  • د سیمې او نړۍ له پوهنتونونو سره د علمي-روزنیزو توامیتونو رامنځته کول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم