لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

په څیړنو او عصري زده کړو ولاړه د بڼوالۍ د سکتور پایداره وده

مأموریت:

د متخصصو کادرونو روزل چې په ملي او بین المللي ارزښتونو باور ولري، صادقانه د خدمت مصدر شي او د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

موخې:

د هارتیکلچر دیپارتمنت ماستري برنامې مهمې موخې په لاندې ډول دي:

  1. د بڼوالۍ په برخه کې د ماستر په سویه د ملي کادر روزل چې د بڼوالۍ برخې د ستونزو د تحلیل وړتیا ولري او د هغوی د حل لپاره مناسبې لارې چارې پیدا کړي.
  2. د بڼوالۍ سکتور د ودې په برخه کې د محصلانو او څیړونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول او د تطبیقي مهارتونو تر لاسه کول
  3. د تحصیلي رشتې سره سم د محصلانو د علمي او عملي وړتیا لوړول
  4. د تطبیقي څیړنو د خدماتو ډیروالی
  5. د هارتیکلچر رشتې په برخه کې د علمي آثارو د خپرولو ظرفیت لوړول

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم