لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د اګرانومي ماستري برنامه اراده لري تر څو د افرادو د تخصصي مهارتونو او علم د سطح لوړولو په خاطر د کرنې ستونزو په برخه کې خصوصاً د اګرانومي بخش کې د څېړنې پرمختللو طریقو، تدریس او باکیفیته خدماتو معرفي کولو له لارې یوله ماستري برنامو منطقې څخه بدل کړي. 

مـأموریت:

د اګرانومي ماستري برنامه اوسمهال د تدریس، څیړنې او خدماتو عرضه کولو له طریقه د زراعت سکتور خصوصاً اګرانومي کې د مسلکي، متخصص افرادو په تربیه کولو مصروف دي تر څو د هیواد کرنې انکشاف او ودې روند سریع، د تخصصي ظرفیت ارتقاء، سالم مدیریت او رهبري د کرنې په مختلف برخو کې د دغه برنامې له دندو څخه دي.

موخې:

  1. په هر کال کې د غذا د تولید لوړولو په خاطر د پایدارې کرنې له لارې د تشدیدي تحقیقي پروګرام ایجاد.
  2. د اګرانومي په مختلفو برخو کې د څېړنې په ترسره کولو کې د مهارت او علم زده کړه لکه فزیولوژي او مدیریت غلات، د هرزه ګیاؤ مدیریت، روغني او تجارتي نباتات، د خاورې حاصلخیزي لوړول او نورې تخصصي برخې.
  3. په اګرانومیکي طریقو سره د ترسره شوؤ څېړنو طرح، ډیزاین او ارزیابي.
  4. د تدریس او څېړنې له لارې د مسلکي او تخصصي افرادو د علم د سطحې لوړول
  5. د نویو انکشافاتو په اړه د خبرتیا په موخه د ملي او کرنیزو مؤسساتو او عامه خدمتونو سره د څیړنو د نتایجو شریکول

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم