لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

 د وترنري علومو پوهنځی د کار تقاضا ته په کتو سره د زده کړې کیفیت لوړونې، معیاري زده کړو، په وترنري علومو کې د علمي تحقیقاتو تر سره کول او دمهارتونو لوړول، چې غواړي د یوې مخکښې مؤسسې په توګه په ملي او نړبواله کچه وپېژندل شي.

مأموریت:

د وترنري د برخې علمي او مسلکي کادرونو روزل، چې لوړې زده کړې ولري، لوړ کیفیت لرونکي کادرونه، چې لوړ مهارتونه ولري، چې د وخت او زمان غوښتنې حل او هم کادري غوښتنو ته په ملي او بین المللي سطح ځواب ووایي.

 موخې:

  • ټولنې ته د علم او پوهې په ګاڼه سمبال ځوانان وړاندې کول.
  • د څارویو د صحت ښه کول او محصولات يې لوړول.
  • د انسان د روغتیا ښه والی، د هغو د درامد زیاتوالی او په همدې توګه د انسانانو ژغورل د هغه ناروغیو څخه، چې د انسان او حیوان تر منځ مشترکې دي( زونوز).
  • په واحد صحت کې ګدون او د هغو تامین.
  • د غذاي خوندیتوب په موخه په اوږد مهاله پروګرامونو باندې کار کول.
  • خلکو ته د وترنري روغتیايي خدماتو ارایه کول.
  • د خلاقیت، نوښتونو او د عملي تحقیقاتو په مټ د خلکو د ستونزو د حل په موخه ځوان نسل ته انګېزه ورکول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم