لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د اکاډمیکو لارو چارو پر بنسټ د ټولنيزې پوهې د تولید او را منځته کېدو او د افغاني ټولنې د فرهنګ لوړولو په برخه کې، د کابل پوهنتون د معتبرو علمي او اکاډمیکو بنسټونو په توګه د ټولنیزو علومو د پوهنځي د مقام ټینګول.

مأموریت:

د ټولنیزو علومو پوهنځی د دغه پوهنځي او په ټوله کې د کابل پوهنتون د سپېڅليو ارمانونو او موخو د پلي کېدو په موخه د دغه پوهنځي د محصلینو، استادانو او کارکوونکو د تخنیکي، مسلکي او فني ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هلې ځلې کوي او د لاسته راوړنو زمینه برابروي.

موخې:

د ټولنیزو علومو پوهنځی د یوې علمي او اکاډمیکې ادارې په توګه د معیاري علمي او څیړنیزو فعالیتونو شالید لري، هڅه کوي چې په ټولنیزو برخو کې د پوهې په تدریس او خپرولو او په دې برخه کې د رضاکارانو په روزلو سره ټولنې ته د اړتیا وړ علمي خدمات وړاندې کړي. د دې پوهنځي دنده د معیاري ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول، علمي څیړنې ترسره کول او په ټولنه کې د متخصصو کارکوونکیو روزل او وړاندې کول دي.

د ټولنیزو علومو پوهنځی د استادانو او کارکوونکو د علمي او اکاډمیک ظرفیت د لوړولو ترڅنګ لاندې فعالیتونه او موخې لري؛

  • د ټولنې له اړتیاوو سره سم د لوړ کیفیت تعلیمي خدماتو چمتو کول؛
  • د علمي څیړنو د ترسره کولو لپاره د اسانتیاوو او امکاناتو رامنځته کول او پراختیا؛
  • د تکنالوژیکي وسایلو په کارولو سره د سالم تعلیمي چاپیریال رامینځته کول؛
  • د استادانو او محصلینو د ارزونې سیسټم معیاري کول؛
  • د ښوونیز نظام او تدریسي میتودونو اصلاح او ښه کول؛
  • له علمي بنسټونو، کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو سره د علمي – تحصیلي تړونونو لاسلیک کول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم