لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

دریاضیاتو پوهنځی غواړي چې دڅېړنې،تدریس، او په دې برخه کې د علمي نظریاتو د را پنځولو او همدارنګه د متخصصې او متعهدې بشري قوې به مټ د هیواد په کچه په معتبر علمي بنسټ بدل کړي.

مأموریت:

  • دتدریس، څېړنې، بورسونو او ښوونیزو کورسونو له لارې داستادانو، کارکوونکو دعلمي کچې لوړول او دعلمي کادرونو روزل.
  • دټولنې اړتیاوو ته په پام دمحصلینو ظرفیت لوړول.
  • دهیواد اړتیاوو ته په کتو سره دعلمي څېړنو لپاره زمینه برابرول او په دې برخه کې د ټولنې په پرمختګ  کې برخه اخیستل.
  • دټول منلو او ګټورو سیستمونو په مرسته معیاري تدریس .
  • دمناسب ښوونیز چاپیریال برابرول، د هیواد په کچه د زده کړییزو خدمتونو او محاسبوي او رهبري خدمتونو لپاره د متخصصو، متعهدو اشخاصو وړاندې کول.
  • له نورو پوهنتونونو سره په علمي او اداري چارو کې مرسته کول.

موخې:

۱ ـ ښوونه او علمي څېړنې .

۲ ــ  دتکنالوژي او معیاري میتودونو څخه ګټه اخیستل .

۳ ــ دټولنې د اړتیاوو سره سم په زده کړه کې دپوهنځي رول .

۴ ــ دعایداتو دلاسته راوړلو هڅه .

۵ ــ دڅېړنیزو علمي کړنو د  پراختیا لپاره ښه او مناسبه سهولتونو برابرول .

۶ ــ داختصاصي او تطبیقي ریاضیاتو په برخه کې څېړنیزه پراختیا.

۷ ــ دنړی له بېلابېلو پوهنتونونو سره علمي اړیکې.

۸ ــ دڅېړنیزو لاسته راوړنو له پاره بازار موندنه.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم