لید لوری، مأموریت او موخې

 لیدلوری:

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي لیدلوری عبارت دی له: د مدیریت او رهبرۍ غوره مقام ته رسېدنه، د باکیفیته او معیاري نصاب درلودل، د پوهې تولید، د زده کړې په برخه کې تلپاتې پرمختګ او پراختیا، څېړنو ته پاملرنه او د زده کړې په برخه کې په لوړو ردو کې د پوهنځي درول، مهارت، په ملي او نړیواله کچه څېړنه او د کاري فرصتونو برابرول، په نویو او مدرنو لارو د تحصیلي

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي لیدلوری عبارت دی له: د مدیریت او رهبرۍ غوره مقام ته رسېدنه، د باکیفیته او معیاري نصاب درلودل، د پوهې تولید، د زده کړې په برخه کې تلپاتې پرمختګ او پراختیا، څېړنو ته پاملرنه او د زده کړې په برخه کې په لوړو ردو کې د پوهنځي درول، مهارت، په ملي او نړیواله کچه څېړنه او د کاري فرصتونو برابرول، په نویو او مدرنو لارو د تحصیلي

خدمتونو وړاندې کول په فرهنګي، ادبي، هنري، ژب‌ پېژندنې، د خلکو د خبرولو او ملي وحدت په ټینګښت کې، د علمي کادر د استعداد او ظرفیت لوړونه، د اسلامي او ملي یووالي پراختیاو او تقویت او همدا راز د یو او بل منلو مفکورې عملي کول.

ماموریت:

د ټولنې د اړتیا وړ د داسې علمي او مسلکي کادرونو روزنه چې په دیني، ملي او تاریخي ارزښتونو باندې باور ولري. افغانستان ته صادقانه خدمت وکړي، د هېواد، سیمې او په نړیواله کچه په پراختیایي پروسو او د علم پنځولو په برخه کې فعال ګډون ولري.

موخې:

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی د یوه زده‌کړه‌ییز علمي مرکز په توګه چې د علمي او معیاري څېړنو په برخه کې ښه مخینه لري کوښښ کوي چې په ټولنه کې د ژبو د زده‌کړې نوماندانو ته با اعتباره او تطبیقي خدمتونه وړاندې کړي. دا پوهنځی په ټوله کې رسالت لري چې د معیاري زده‌‌کړه‌ییزو خدمتونو په وړاندې کولو سره د معتبرو تطبیقي څېړنو فرصتونه برابر کړي او ټولنې ته متخصص کادرونه و روزي.

د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پوهنځي د استادانو او کارکونکو د علمي تحصیلي سطحې د لوړولو سربېره د تحصیلي نصاب په معیاري کولو سره کوښښ کوي چې لاندې موخې تر لاسه کړي:

  • د علمي معتبرو او تطبیقي څېړنو لپاره د اسانتیاوو او امکاناتو پنځول او پراختیا.
  • د محصلانو او ټولنې د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د غوره او با کیفیته خدماتو وړاندې کول.
  • د استادانو او محصلانو د ارزونې د سیستمونو معیاري کول.
  • د زده‌کړې او تکنالوژۍ په برخه کې د بېخ‌بناوو پراختیا
  • د زده‌کړه‌ییزو مېتودونو او سیستمونو اصلاح.
  • د هېواد او نړۍ له پوهنتونو سره د علمي پروګرامونو په برخه کې د پرېکړه‌ لیکونو لاسلیک کول.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم