د کرنیز اقتصاد او پراختیا ډیپارټمنټ

الف) پیژندنه:

دا څانګه په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د ځوانانو د روزلو په موخه جوړه او د لوړو زده کړو وزارت د یوې اختصاصی رشته په حیث منځ ته راغله او د کرنې پوهنځي د درسي پروګرامونو له تنظیمولو وروسته  په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې د «اقتصاد او پلان جوړونې» څانګه په نوم ونومول شوه. د څانګې بنسټیز هدف د یوې جامع درسي نصاب وړاندې کول د کرنېز اقتصاد، ترویج او د کرنیزې پلان جوړونې په برخه کې د لیسانس درجې ته دی.

د دې څانګې محصلین اړ دي چې د دغه څانګې د بنسټیزو عمومي کورسونو تر څنګ  د کرنې او اقتصاد عمومي کورسونه د کرنې پوهنځې اړوندو څانګو کې تعقیب کړي  ترڅو د لیسانس په کچه تحصیلي سند ترلاسه کړي.

لیدلوری:

 د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه غواړي چې د تدریس، څیړنو په واسطه د کرنیز اقتصاد او پراختیا په برخه کې د علمي، څیړنیز او پراختیایي  نهاد په توګه د متخصصو کادرونو روزنې باندې په ملي او سیمه ایزه توګه بدل شي.

مأموریت:

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه د غوره متخصصینو په روزنه کې د کرنیز اقتصاد او پراختیا په برخه کې بوخته ده، د اقتصادي پرمختګ په بهیر کې د ساینسي څیړنو او فعال ګډون له لارې د پوهې او پالیسۍ جوړولو کې مرسته کول.

موخې:

د نظري مهارتونو او پوهې د پیاوړتیا لپاره د تعلیمي پروګرامونو چمتو کول د کرنیز اقتصاد او تولید سرچینو مدیریت په برخو کې د محصلینو لپاره عملي کار د کرنې تصدۍ او د بزګرانو سازمانونه، د کرنې د ښوونې او روزنې وده او د کیلو پراختیا نظر د کلیو  د بازار تقاضا ته.

  • د بزګرانو د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د ساینسي څیړنو ترسره کول په کلیوالي سیمو کې، د پوهنې بهیر ښه کول، د کرنې وده ، د موادو برابرول او د پالیسیو جوړول.

  • د مشورتي خدماتو په وړاندې کولو سره د اقتصادي پراختیا په پروسه کې فعاله برخه اخیستل د پرمختیایي پروژو په تطبیق کې پراخه ګډون.

ج) هوکړه لیکونه:

په اوس وخت کې د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه له نورو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه نه لري.

د) لابراتوار او تجهیزات:

دا څانګه یو لابراتوار لري چې نسبتا په لومړنيو وسایلو یا تجهیزاتو او کمپیوټرونه سمبال دی دا اړینه ده چې سمبال شي. ذکر شوي وسایل څخه د محصلینو د څیړنې پرمختګ لپاره ګټه اخیستل کیږي.

7458

شکل 8ـ د ا د احصائیه  مضمون د عملي کار انځور:

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې د کادري غړو پیژندګلوي

3253

هـ) د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو تعداد

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو تعداد

۱

  کرنیز ترویج اساسات

AgEcEx 216

۳

۱۳

کلیوالي ټولنپوهنه

AgEcEx 628

۲

۲

کرنیزه محاسبه

AgEcEx 317

۲

۱۴

د کرنیزو معاملاتو مدیریت

AgEcEx 629

۳

۳

د کرنیز اقتصاد اساسات

AgEcEx 418

۳

۱۵

احصائیوي میتودونه

AgEcEx 630

۳

۴

د فارم مدیریت

AgEcEx 519

۲

۱۶

د کرنیز تولید اقتصاد

AgEcEx 731

۲

۵

د کرنیز اقتصاد پراختیا

AgEcEx 520

۲

۱۷

د کرنیزو محصولاتو نړیوال تجارت

AgEcEx 732

۲

۶

د کرنیزې احصائیه اساسات

AgEcEx 521

۳

۱۸

د نوښتونو منل او خپرول

AgEcEx 733

۲

۷

لوی اقتصاد

AgEcEx 522

۲

۱۹

د کلیو پراختیا

AgEcEx 734

۲

۸

د پروژه مدیریت

AgEcEx 523

۲

۲۰

د کرنې د تمویل مدیریت

AgEcEx 836

۲

۹

د کرنیزو محصولاتو بازارموندنه

AgEcEx 624

۲

۲۱

دکرنې پالیسۍ

AgEcEx 837

۲

۱۰

بزګریز سازمانونه

AgEcEx 625

۲

۲۲

د طبیعي سرچینو مدیریت

AgEcEx 838

۲

۱۱

د څیړنې میتودونه

AgEcEx 626

۲

۲۳

مونوګراف په دوه وروستیو سمسترونو کې

AgEcEx 735

۴

۱۲

د کرنیزو پروګرامونو پلان جوړونه

7AgEcEx 62

۲

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم