د کتابتون آمریت

دا امریت د اړوندو لایحو او موخو په پامنيوي، د استادانو، محصلینو او نورو مراجعه کوونکیو لپاره د څېړنې لارسازي کوي. د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون د پوهنتون له جوړېدا سره سم پر ۱۳۱۱ هـ ل کال تاسیس شو چې ورو ورو یې د پرمختیا پړاوونه وهلي دي. یو مهال دا کتابتون د هېواد او سیمې په کچه په خورا مهمو کتابتونو کې شمېرېده. اوسمهال په دې کتابتون کې د بېلا بېلو برخو اړوند شاوخوا يو لکو پنځوس زره کتابونه شته.

دا مهال مرکزي کتابتون دا شعبې لري: عمومي امريت، عمومي مسلکي مديريت، د کټلاګ د کارتونو مديريت، د کتابونو د وېش او تنظيم مديريت، د ريفرينس مديريت، د ټولنيزو علومو اړوند د افغانستان پېژندنې مديريت، د ساينسي علومو اړوند د افغانستان پېژندنې مديريت او د جرايدو او مجلو مديريت. همدا راز د کتابونو د رغولو په موخه په کتابتونو کې د صحافت اداره هم لري، چې د کتابونو د خرابېدو مخه نيسي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم