د ښوونیز مدیریت ډيپارټمنټ

الف) د ډيپارټمنټ پېژندنه:

د ښوونیز مدیریت ډيپارټمنټ د پوهنې په وزارت، د لوړو زده کړو په وزارت او نورو دولتي او نادولتي مؤسسو کې د ښوونیز نظام په بېلابېلو کچو کې د مدیریت په برخه کې د ژمن، کارپوه او ماهر انساني ځواک د روزنې په منظور د ۱۳۸۲ د کب د اته ویشتمې نېټې وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۸۴ کال د منظورۍ له مخې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې اوس رونیزو علومو په پوهنځي کې جوړه او په کار پیل وکړ.

ب. د ډيپارټمنټ موخې:

1. لیدلوری:

د هېواد په کچه د علم د خپراوي، خلکو او هېواد ته د خدمت کولو لپاره، په سیاسي ډګر کې د مسلکي مدیرانو او سیاست مدارانو د روزنې په موخه د لوړ او معتبره علمي، ښوونیز او څېړنیز مرکز په توګه د یاد ډیپارټمنټ مطرح کول او بدلول دي.

2. ماموریت:

د مدیریت ډيپارټمنټ د دوه تحصیلي کچو(لیسانس او ماسټري) په درلودلو سره هڅه کوي چې د ښوونیز مدیریت په برخه کې له وروستیو علمي موندنو څخه په ګټې اخیستنې او د زده کړې په بهیر کې له وروستۍ ښوونیزې ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستلو سره غواړي چې د خپلو محصلینو د زده کړې کچه لوړه کړي، تر څو وکولای شي، مسلکي انساني ځواک، رهبران، مدیران، او روزلي سیاست مداران، ښوونیزو سازمانانو، لکه: ښوونځيو، د لوړو زده کړو مؤسسو، پوهنتونونو او نورو مرکزونو ته د ښوونیزو چارو د مخ ته وړولو او همدارنګه د انساني سرچېنو د پراختیا او روزنې لپاره ټولنې ته وړاندې کړي.

3. اساسي موخې:

د ښوونیز مدیریت په برخه کې له وروستیو علمي موندنو څخه په ګټې اخیستنې سره، د نوښتګرو، ځواکمنو او کارپنځګرو محصلانو روزنه او د ښوونیز بهیر لپاره د ښو امکاناتو او تجهیزاتو برابرول.

له نړیوالې پراختیا سره په تناسب، د علمي کادرونو د څېړنیزو او ښوونیزو مهارتونو ځواکمنتیا او پرمختګ.

د مدیریت او ښوونیزې رهبرۍ په برخه کې علمي څېړنې ترسره کول او د کورنیو او بهرنیو علمي مجلو له لارې د هغو خپرول.

د ټولنې ورځنیو بدلونونو او غوښتنو ته په پام د ښوونیز نصاب او ښوونیزو پروګرامونو اصلاح او سمون.

د پوهنې وزارت د پلان له ریاست سره د اړیکو را منځ ته کول او ټینګول او له نوموړي ریاست سره د هوکړه لیکونو لاسلیک کول.

د کار، شهیدانو او معلولینو وزارت د پلان له ریاست سره د اړیکو را منځ ته کول او ټینګول او له یاد ریاست سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

په کابل کې له مېشتو یا هم بهر مېشتو مرسته کوونکو سره د اړیکو را منځ ته کول او د هوکړه لیکونه لاسلیک کول.

تحصيلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

1

عمومي مدیریت (د سازمان او مدیریت بنسټونه) (1)

PsEd1-1-101

4

۱۵

ښوونیز نصاب

PsEd3-5-108

4

2

عمومي مدیریت (د سازمان او مدیریت بنسټونه) (2)

PsEd1-2-101

4

۱۶

نظارت او ښوونیزه لارښوونه

PsEd3-5-109

2

3

ښوونیز مدیریت

PsEd2-3-103

4

۱۷

د انساني سرچینو مدیریت

PsEd3-5-110

4

4

تخصصي انګلیسي ژبه (1)

PsEd1316

2

۱۸

د لوړو زده کړو مدیریت

PsEd3-5-111

2

5

کار پنځونه

PsEd1316

2

۱۹

ښوونیزه ټکنالوژي

PsEd3-6-113

4

6

ښوونیزه رهبري

PsEd2-4-104

4

۲۰

ښوونیزه پالیسي

PsEd3-6-114

4

7

روزنیز اقتصاد

PsEd1412

2

۲۱

په مدیریت کې د څېړنې میتودولوژي

PsEd3-6-115

۷

8

په مدیریت کې اخلاق

PsEd2-3-105

۲

۲۲

د تعارض مدیریت

PsEd3-6-115

2

9

په لوړو زده کړو کې د مدیریت کیفیت

PsEd2-4-106

2

۲۳

ښوونیزه برنامه جوړونه

PsEd4-7-117

4

10

تخصصي انګلیسي ژبه (2)

PsEd2-4-107

2

۲۴

د پوهې مدیریت

PsEd4-7-118

2

11

په ښوونیزو مؤسسو کې د پروژو مدیریت

PsEd4-7-116

3

۲۵

د سازماني چلن مدیریت

PsEd4-7-119

4

12

د توسعې پراختیا

PsEd4-8-121

2

۲۶

روزنیزه ارزونه

PsEd4-7-120

4

 

۱۳

د اړیکو او دفتري چارو مدیریت

PsEd4-8-122

4

۲۷

د کړکېچ مدیریت

PsEd4-8-124

4

۱۴

د ستراتېژیک پروګرام جوړونې مدیریت

PsEd4-8-123

4

۲۸

د څېړنې پروژه

PsEd4-8-125

4

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم