د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د پښتو ژبی د دکتورا برنامی

د پښتو دکتورا دغه لارښود د فوق السانس طرحې او مقررې په رڼا  کې خپلې چارې پر مخ وړي. پښتو دکتورا پر ۱۳۹۲کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې په چوکاټ کې پیل شوې ده. یوه دوره یې بشپړه کړې اوس ددویمې دورې په بهیر کې ده، ددې لپاره چې چارې ښې پر مخ لاړې شي، اړینه وګڼل شوه چې یو لارښود د لایحې او مقررې په رڼا کې موجود وي.

ښوونيزې موخې

  •  د پښتو دوکتورا د ايجاد موخې او موتوقعه نتايج په لاندي ډ ول دي :
  • د پښتو علمي او مسلکي کا د رونو روزنه.
  •  د پښتو ژبې او اد بيا تو د متخصصينو د ا ړ تيا پوره کول.
  •  د ښوونيزو ، پوهنيزو او څېړنيزو مراکزو د پښتو کاد رونو د علمي سويي لوړول.
  •  د پښتو مسلکي زده کړې علا قمندانو لپاره د فوق لېسانس زده کړو زمينه برابرول.       
  •  پښتو د هېواد د ملي او رسمي ژبې په توګه له علمي او مسلکي پلوه غني کول.

د نصا ب موخې:

  د څېړنې د لازمو مها رتونو تر لاسه کول،  چې د پښتو او ادبيا تو د غني کېدو لپاره وخت پر وخت نوې څېړنې اوکړي او ژبه او   ادبيات له نړيوالو معيارونو سره برابره کړي.   

  • سکالرانو ته داسې انګېزه ورکول،  چې د نويو مهار تونو په وسيله ژبې او ادبيانو کې نوې زيا تونې او نوښتونه رامنځته کړي.             
  •  د غوره او څېړنيز پروګرام طرحه کول،  چې له مخې يې په ژبو او ادبياتو کې په لوړ کيفيت اثار رامنځته شي.
  •  د سکالرانو دا سې مسلکي وړتيا لوړول چې وشي کولای د خپلو څېړنو پر مهال له انتقادي فکر ، د اغيزمنو څېړنو وړتيا،په ژبه کې د شته ستونزو د حل وړتيا، بېلا بېلو موضوعاتو ته د څېړنې وړتيا، د ميتود او علمي مبا حثو او نورو  مسايلو د حل لپاره چټک ګامونه پورته کړی شي.  

د دکتورا فارغان بايد دغه وړتیا ولري:

           ●  د پښتو ژبې  اد بي  او فرهنګي ليد لوري شرح کول، د لوړو زده کړو په وزارت کې د ژبو او ادبياتو په برخه کې د  استادانو ا و محصلينو د لارښوونې وړتیا .

          ●  د ټولنې د اخلا قي اصولو ار تقاء کې ونډه اخستل .

          ●  د ملي ا و بين المللي قوانينو سره اشنايي او په ادبي او فرهنګي چارو کي د مؤثرو پاليسيو برابرول.

          ●  ښې حکومتولۍ ته ژمنتيا.

          ●  د هېواد ادبي او فرهنګي وضيعيت تحليل ،تحقيق او پېژندنه.

          ●  د ادبي او فرهنګي پالېسيو د پلي کولو  ارزونه .

          ●   په ښو تعليمي او تحصيلي  روشونو او ميتودونو کې برخه اخيستل .

          ●  د تعليمي او تحصيلي پروګرامونو په پرمختګ کې ونډه اخيستل .

          ●   په خپله رشته کې د انتقادي فکر په رڼا کې تحليل،ارزونه او تحقيق کول .

          ●   پر ادبي او فرهنګي وضيعيت د لنډ مهال او اوږد مهال تاثېرات تحليلول .

          ●   ژبه  د تشريحي او تاريخي وضيعت له مخې تحليلول .

           ●  په دولتي او غېر دولتي ا رګانونو کې د ادبي او فرهنګي چارو رهبري او مدېريت.

           ●  د پښنو ژبې (د ادبپوهنې او ژبپوهنې) د ارتقاء په برخه کې د سيمي او نړۍ له پوهې څخه ګټه اخيستل .

د ژبو او ادبياتو په بنسټيزو تيوريو پوهېدنه او د ادبياتواساسي پېژندنه .

د پروګرام د کورسونوعناوين او تشريح :

د پښتو څانګې د دوکتورا پروګرام ۱۱ کورسونه لري چې مجموعا ۲۲ کريډټونه کېږي .په جلا جدول کې د کورسونوپه اړه دقيق معلومات راټول شوي دي .په جدول کې کورسونه د سمسترونوپر بنسټ تقسيم شوي دي . د کورسونو نومونه ، د هر کورس موخې او زده کړنيزې پايلې په کي شاملې او په دقيقه توګه توضيح شوي دي .

د ښوونيزوموخو (اهداف متوقعه) په باب بايد په لنډه توګه وويلای شو، چې د ماسترۍ دوره څلور سمستره ده ، د کرېډټونو تعداد يې ۲۲ ته رسيږي ، مضامين يي کټګوري شوي دي ، همداراز د نظري او علمي ساعتونو تناسب ساتل شوی دی ، د تدريس روش او لارې چارې په پاليسي سند کې په بشپړ ډول توضيح شوي دي ، په همدې تر تيب د محصلانو د ارزونې لارې چارې هم په پاليسۍ سند کي هر اړخيز توضيح شوي دي .

لرليد:

د پښتو ژبې او ژبپوهنې علمي څېړنه او د دې ژبې د ادبياتو مسلکي ځېرنه او پنځونه چې په لويه کې دا رسمي او ملي ژبه د دې هېواد د هويت په توګه معرفي او د نورو سياله شي . پښتو ژبه د افعانستان د رسمي او ملي ژبې په توګه يوازې د يوه ټبر ژبه نه ده ، بلکې نور اقوام هم غواړي چې دا ژبه زده کړي ، له بله پلوه د دې لپاره چې پښتو ژبه په هندو او اروپايي ژبو کي له خپلو سيالو ژبو سره سياله شي، بايد په دې برخه کې علمي کار وشي .

د دوکتورا تاسيس به د دې زمينه براروي چې نور محقيقن او فرهنګيان وروزل شي او قرهنګيان او محقيقن به ددې جوګه شي چې ښه تحقيق وکړی او د دې ژبې په وده او پرمختګ کې لا ګړندي ګامونه واخلي .

رسالت:

په پښتو ژبې او ادبياتو کې د ماسترۍ تر کچې د مسلکي کادرونو روزنه چې د ژبې او فرهنګ د ساتنې ، رغونې ، ترويچ او انکشاف په برخه کي استوار ګامونه واخلي او په دې ډول د نوي نسل لپاره تګلوری وټاکي او لږ تر لږه د ادبي کره کتنې له لارې پنځيدونکي ادبيات اصلاح کړي .

پښتو ژبه د افغانستان ملي او رسمي ژبه ده ، دا چې په ښوونځيو، پوهنتونونو او دولتي او غېر دولتي ادارو کې له رسمي او ملي ژبې څخه کار اخستل کېږي . په سيمه يييزو هېوادونو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د هېواد رسمي او ملي ژبې د پرمختګ او پراختيا لپاره علمي هڅې او اساسي کار کېږي او د دوکتورا او دوکتورا تر کچې پکې زده کړې کېږي ، دا چې پښتو ژبه هم د افغانستان رسمي او ملي ژبه ده ، په تعليمي او تحصيلي نطامونوکې ترې کار اخستل کېږي ، بايد لږ تر لږه د افغانستان په کليدي پوهنتونو کې د پښتو ژبې او ادب  ماسټري او دوکتورا  پروګرامونه تاسيس شي .

  • په هر هېواد کي  د رسمي او ملي ژبو د پر مختګ لپاره د دوکتورا او دوکتورا تر کچې پرګرامونه تاسيسږي ، پښتو ژبه هم د            
  •  افغانستان ملي او رسمي ژبه ده ، بايد په دې برخه کې خاصه توجه وشي .
  •  د يو رسمي ژبې په توګه پښتو ژبه په تعليمي او تحصيلي نظامونوکي کارول کېږي .
  •  د يوې ملي او رسمي ژبې د پرمختګ يوازينۍ لاره دا ده چې پوهنتونونه ورته کار وکړي او په دې ژبه کي د دوکتورا او دوکتورا      
  •   تر کچې مسلکي محققين او څېړونکي وروزل شي .

دندې :

د پښتو ژبې او ادبياتو د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره د علمي او تحصيلي ظرفيتونود سطحې لوړول ، د استادانو او محصلينو لپاره د سالمې زده کړيزې فضا برارول ، له اوسنيو معيارونو سره سم د تدريس او تدريسي وسايلو عيارول ، د همدې برخې جامع درسي نصاب چمتو کول او تطبيقول ، د کمي او کيفي پرمختياوو لپاره د سالمو نړيوالو او فرهنګي ستندردونو سره د محصلينو اشنا کول ، د دوکتورا تر کچې د محصلينو د سويي لورول او په ټوله کې د پښتو ژبې او ادبياتو ديپارتمنت ، د لوړو زده کړو وزارت له اصولو سره سم ددې ژبې د ژبپوهنې او ادب په يو معتبر مرکز بدلول ددې پروګرام عمده دندې ګڼل کېږي .

ارزښتونه

     ▪   له نورو ورته مرکزونو سره مشارکت.

     ▪  اړوندو مراجعو ته ځواب او حساب ورکونه.

     ▪  اکاډميکو قوانينو او مقرراتو ته درنښت.

     ▪  شايسته سالاري.

     ▪   د ټولنې ټولو اقشارو ته خدمت.

     ▪   نوښت ، تنوع او جنسيتي برابرۍ ته پاملرنه.

د پروګرام اجمالي پېژندنه

د پښتو ژبې او ادبياتو دوکتورا پروګرام به هغه نارينه او ښځينه کانديدان چې غواړي ددې ژبې د ژبپوهنې او ادبياتو په برخه کې د دوکتورا تر کچې د مسلکي زده کړو خدمات برابروي   په ټاکلي موده کي د پښتو ژبې او ادبياتو کادرونه روزي او په نتيجه کي د پښتو ژبې او ادبياتو ماستران به د دې هېواد د فرهنګ په ژغورنه او انکشاف کې فعاله ونډه واخلي .

ددې پروګرام د زده کړې  محتويات او درسي مضامين په لاندې دوو برخو کې تنظيم شوي دي :

      ●  لومړی : اختصاصي او مسلکي مضامين چې د ژبې او ادبياتو په څانګې پورې اړوند دي .

      ●  دويم  :  هغه مضامین چې مرستندوی دي او کریډیټ کې شامل نه دي.

ددې نصاب موخه داده چې د پښتو ژبې او ادبياتو په برخه کې مسلکي کادرونه وروزل شي چې په راتلونکي کې ژبنۍ او ادبي څېړنې وکړای شي ؛ ادب کره او تخليق کړای شي او په لويه کې د هېوادلپاره فرهنګي خدمات وړاندې کړای شي .

د پروګرام مدیرت

ددې پرګرام شرايط ، فعاليت او نور اړوند اصولي اجراا ت د ژبو او ادبياتو پوهنځي تر څارنې او ارزونې لاندې پلي کېږي .

کمېټې

لاندې کمېټې به د پښتو ژبې او ادبياتو د دکتورا پرګرام له طرحې او پلي کولو څخه څارنه کوي .

       د رهبرۍ کمېټه : له   لايحې سره سم  د پوهنڅي رئيس به د ددکتورا پروګرامونو د انکشاف او ودې په هکله د سلا مشورې ورکولو لومړی شخص وي . دغه کمېټه به د ژبې او ادب په برخه کې د مسلکي ، مجربو او تخصص لرونکو کسانو څخه تشکيل شوي وي چې په سر کې يې رئيس او څلور تنه غړي ځای لري او په منظمه توګه د ګڼو موضوعاتو په اړه غونډې کوي .

د مشرتابه يا رهبرۍ کمېټه په تخصصي چارو کې د سلا مشورې ورکولو رول لري . له دې سربېره د پرګرامونو په ځانګړي توګه د پښتو ژبې او ادبياتو د دکتورا  پروګرام د ملاتړ ، مدافع او حامي په توګه کار کوي .  ددې کمېټې غړي د پالېسۍ اسناد له نظره  تېروي او د هغو د لا ښه توب لپاره وړانديزونه کوي . دوی ښايي ډاډ تر لاسه کړي چې   ددغه پروګرام له مقرراتو سره سم پر مخ ځي او اړتياوو ته ځواب ويلې شي .

د مافوق السانس بورد کولای شي د اړتيا پر وخت د پروګراه د ودې ، پرمختګ او بډاينې لپاره لازمې مشورې ورکړي او په ځانګړي توګه د پروګرام پر دوام او ثبات تمرکز ولري. د رهبرۍ کمېټې له لوري د پالېسۍ د سند له کتنې وروسته دغه سند د منظورۍ په موخه د لوړوزده کړو وزارت د ماسترۍ او دوکتورا  پروګرامونوعالي کمېسېون ته وړاندي کېږي .

 د دکتورا بورد :  د دکتورا بورد د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې له پنځو غړو جوړه شوی او د پروګرام اجرايوي  مسووليت (پالېسې جوړونه ، د پروګرام د نصاب ډيزاين او تدوين او د پروګرام ارزونه ) پر غاړه لري . د دکتورا بورد د پوهنځي په چوکاټ کې فعاليت کوي . سکالرانو ته به د ډیزرټیشنونو لارښود ټاکي، د ډیزرټیشن تر بشپړېدو او کتنې وروسته  به ورته د دفاع وخت ټاکي .

تحصيلي پروګرام

د زده کړې موده

         ● د زده کړې موده په دې پروګرا م کې یو کال ده چې د دوو سمسترونو په اوږدو کې بشپړيږي . د هر سمستر د مهال وېش جوړښت  ; د کرېډيټ سيستم نصاب له مخې د درسي  مضامينود تسلسل په پام کې نيولو سره ټاکل کېږي .

          ●   هغه محصلين چې په هر دليل نه شي کولای خپلو درسونو ته حاضر شي ;  کولای شي بيا ځلې په پروګرام کې شامل شي؛ خو په دې شرط چې د غېر حاضرۍ موده يي د دوه سمسترونود زماني فاصلې څخه ډېره نه وي . که چېرې دا فاصله د دوه سمسترونوڅخه ډېره وي؛سکالر  منفک کېږي . هېره دې نه وي چې منفک شوی سکالر کولای شي د نوي محصل په توګه د شموليت غوښتنليک وړاندې کړي  .

        ●   هره وقفه چې د اړوندو مقاماتو د تاييد بې اجازې رامنځته شي ، پوښتنه يې کېږۍ . هغه محصل چې د قانوني دلايلو پر بنسټ منفک شي په پروګرام کې د بيا ځلي شموليت اجازه نه لري .

  اکاډميک پيل

           ●       هرسمستر تر ۱۶ اونيو غځېږي، هره اونۍ پنځه درسي ورځې او هر درسي ساعت به۵۰ دقيقې دوام مومي .

          ●  د لوړو زده کړو د فيصلو او لايحو له مخې د ما سترۍ او دوکتورا پروګرام درسي سا عتونه د رسمي ساعتونو څخه وروسته پيليږي .

           ●    کورسونه به د تحصیلي کال پر بنسټ جوړېږي.

          ●   د سکالرانو ځانګړې لارښوونيز او لوستونکي مواد د ويبسايټ له لارې (bu.edu.af)د لاسرسي وړ دي .

           ●  د ژبو او ادبياتو پوهنځي د مافوق لسانس بورد به  د ماسترۍ او دوکتورا له پروګرام څخه ليدنه کوي.

           ●  د دکتورا پروګرام به د پوهنتون د مافوق السانس بورد او د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا اداره او څارل کېږي .

 درسي ميتودونه

 د ژبې د مسلکي شخص په توګه له استادانو او محصلينو څخه په پراخه پيمانه هيله کېږي چې معيارونو ته پاملرنه وکړي .ددې څانګې تمرکز د درس په کيفيت او موثريت دی چې ټاکلی هدف ترلاسه او ټولنې ته د پښتو ژبې او ادبياتو متخصص وړاندې کول دي تر لاسه شي .

  د نصاب جوړول (طرح کول):

زده کړنيز پروګرام د کرېدټ سيستم په اساس رغېدلی، چې فارغان يې اړ دي (Li-P) حداقل ۲۰ کرېدټه بشپړ کړي. کورس  په خپل ترتيب سره په داسې سيستماتيک ډول جوړ شوی چې په پای کې يې سکالران د پښتو ژبې او ادبياتو په برخه کې په مسلکي او معياري ډول روزل کېږي او په په دې برخه کې لوړ معيارونه زده کړي. د دوکتورا برنامې د کريکولم د اهدافو له مخې د ستونزو د حل لازمي وړتياوې، د تحليل، درک او استدلال وړتياوې په سکالر کې بايد لوړې شي. همدا راز د يوې ژبې مسلکي شخص بايد د مسووليت له مخې و توانېږي په ژبه کې د نړيوالو معيارونو سره سم نوښتونه رامنځته او خپله ژبه غني کړي شي.

د سکالرانو مسووليتونه:

  • د ټاکلي مهالوېش او ټاکلي وخت پر اساس په صنفونو کې فعال ګډون او حاضري لرل.
  • د اکاډميک نظم او ډسپلين رعايتول.
  • د اخلاقي معيارونو رعايتول او د هر ډول ضد اخلاقي حرکتونو څخه ډډه کول.
  • مزاحمت، دټولګي  اخلال او له ناسمو حرکتونو څخه ډډه کول.
  • په ټاکلي مهال سپارل شوې درسي دنده په ښه او منظم ډول تر سره کول.
  •  د ټاکلي مهالوېش پر اساس له مشاور او لارښود استادانو سره منظمې تليفوني اړيکي نيول.
  • د اړوندو اصولو او طرزالعملونو پېژندنه.
  • په ټاکلي وخت او زمان د هر ډول مالي او اداري ذمه واري تصفيه کول.
  • د ښې ښوونيزې فضا په رامنځته کېدو کې مرسته کول.
  • له درسي نصاب څخه ور هاخوا نور اکاډميک او مثمر فعاليتونه.
  • د مشاور او لارښود استادانو لارښوونې رعايتول او عملي کول.

د سکالرانو د جذب شرايط:

  • ټول سکالران بايد د غوښتنليک تر څنګ د تحصیلي  د دورې لسانس او ماسترۍ ديپلوم ،ترانسکريپ، پېژندپانه / تذکره، که رسمي دنده لري، د مربوطه ارګان مکتوب راوړل اړين دي؛ سربېره پر دې نوماندان بايد لاندې شرايط تکميل کړي.
  • په اړوندې رشتې او يا نيږدې رشتې کې د معتبرو داخلي او يا خارجي پوهنتونونو ډيپلوم لرل.
  • په يوې نړيوالې ژبې پوهېدل.
  • د فيس ورکولو توانايي.
  • د شاملېدو په ازموينه کې بريا، همدارنګه د يوې بين المللي ژبې ازموينه په برياليتوب سره تر سره کول.
  • د جذب پروسه رقابتي ده، هېڅ ډول سفارش د منلو وړ نه دی. د لایحې مطابق هر څه مخکې ځي.
  • حاضري په جدي توګه په نظر کې نيول کېږي او هېڅ ډول نه جبرانېږي.
  • د لایحې او مقررې په رڼا کې د منل شويو سکالرانو  تعداد له ۱۰ تنو څخه نه شي زياتېدي. د محصلينو جذبول رقابتي دي.
 

د پوهنځي د فوق السانس بورد نورې چارې

۱- د ښو تدريسي او اداري چارو په موخه د استادانو انتخاب او حمايت.

۲- د محصلانو او استادانو اسناد او اداري مکتوبونه مديريت کول.

۳- د تدريس په موخه د ښې او مناسبې فضا او تدريسي موادو(کمپيوتر،پروجيکټور،مېز،چوکې،او....) برابرول.

۴- د ښه تدريس په موخه له نورو پوهنتونو او څېيړه نيزو مراکز ورسره اکاډميکي اړيکي نيول .

۵- د درسي پالېسيو طرحه ، تصويب ،اداري طرزالعملونه

۶- د علمي کادرانو سره په همغږۍ  کې د درسي محتوياتو او مفرداتو څخه کتنه او د کورسونو او د مضامينو څرنګوالی او تطبيق.

۷- د مضامينو وېش

۸- د ډیزرټشنونو د عناوينو تشخيص او انتخاب ، ورته د لارښود استاد ټاکنه.

۹- د موقتي کمېټو ايجاد او انحلال.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم