د ځنګلونو او طبيعي زېرمو ډيپارټمنټ

الف) پیژندنه:

د ځنګلونو او طبيعي سرچینو څانګه په ١٣٥٤ هـ ش کال کې د کرنې پوهنځي په چوکاټ کې د ځنګلدارۍ او باغدارۍ دڅانګې تر نامه لاندې تاسيس شوه. په ۱۳۵۸ هـ ش کال کې لومړۍ دوره فارغین ټولنې ته وړاندې کړل. په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې، د ځنګلونو او طبیعي سرچینو څانګه د هارټیکلچر (بڼوالۍ) له څانګې څخه بېله شوه او تر اوسه پورې په جلا توګه فعالیت کوي.

ب) د روزنې موخې:

  • د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي متخصصینو او کارپوهانو روزنه؛

  • د طبیعي زیرمو د تلپاتې  ساتنې، احیا او انکشاف د نویو سیستمونو پيژندنه او ترویج؛

  • د هېواد د چاپیریال، ځنګلونو، څړځایونو، خوندي سیموو، ملي پارکونو، حیات وحش او دښتوو د ساتنې لپاره د نویو لارو چارو ارائیه کول؛

  • د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په سکتور کې د تخنیکي او مسلکي متخصصینو او کارپوهانو روزنه؛

  • د ځنګلونو او طبیعي زیرمو په برخه کې د هغوی د ساتلو، احیا او انکشاف د نویو فنی او مسلکي سیسټمونو ترویجول؛

  • د لرګیو، د ځنګلي ونو د میوو، درملو بوټو او د ځنګل د نورو محصولاتو د دوامداره کارونې په اړه د نویو ټیکنالوژیو معرفي کول؛

  • د هیواد د اوبو د زیرمو ( واټر شیډ) د کنټرول او څارنې په برخه کې د محصلینو د تخنیکي او مسلکي مهارتونو لوړول؛ او

  • د هیواد د ځنګلونو او نورو تجدید کېدونکو سرچینو په اړه سروې او څیړنې ترسره کول.

۱- لیدلوری:

د ځنګلونو او طبیعي زیرمو څانګه هوډ لري چې په ملي کچه د متخصص کارمندانو د روزنې له لارې د ځنګلونو او طبیعي زیرمو، د ځنګلونو څخه ګټه اخیستنه، ملي پارکونو او ځنګلي ژوند او نورو اړوندو برخو کې د تدریس او څیړنې له لارې د چوپړتیاوو مصدر وګرځي.

۲- ماموریت:

دا څانګه اوس مهال د ځنګلونو او طبیعي زیرمو په بېلابېلو برخو کې د یوې پرمختللې او هوسا ټولنې د ودې او پراختیا لپاره دملي رسالت سره د ځوانو متخصصانو په زده کړو، تدریس او څیړنو بوخته ده.

۳- بسټیزې موخې:

  • د ځنګلونو او طبیعي سرچینو مدیریت کې د تخنیکي او مسلکي متخصصینو او کارپوهانو روزنه؛

  • د طبیعي زیرمو د محافظت، احیا او پراختیا د نویو سیسټمونو پيژندګلوي او ترویج؛

  • د دوامدار پرمختګ لپاره د سرچینو څخه اغیزمنه ګټه اخستلو لارو چارو ترویج؛

  • د هیواد د طبیعي زیرمو د کنټرول او څارنې په برخه کې د محصلینو د تخنیکي او مسلکي مهارتونو لوړول؛ او

  • د هیواد د ځنګلونو او طبیعي زیرمو په برخه کې د سروې او څیړنو په برخه کې د متخصصینو او کارپوهانو روزنه.

ج) هوکړه لیکونه:

په اوس وخت کې د طبیعی زیرمو څانګه له نورو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه نه لري.

د) لابراتوار او تجهیزات:

دا څانګه مستقل لابراتوار لري، چې نسبتاً د اړتیا  وړ لومړني تجهیزات لري. د اړونده وسایلو څخه د محصلینو د علمي څیړنو د ترسره کولو لپاره ګټه اخستل کېږي.

 

د ځنګلونو او طبیعې زیرمو څانګې د کادري غړو پیژندګلوي

fgsdfg

 

هـ) د ځنګلونو او طبیعې زیرمو څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو شمیر

ګڼه

د مضمون نوم

کوډ نمبر

د کریډیټونو شمیر

۱

د ونو پيژندنه

AgFNR0531

۳

۱۲

له لرې واټن د سنجش اساسات

AgFNR0644

۲

۲

د اکولوژي اساسات

AgFNR0532

۳

۱۳

  طبیعت ګرځیدنه

AgFNR0731

۲

۳

د ځنګل احداث

AgFNR0533

۳

۱۴

ټولنیزه ځنګل داري او اګروفوریسټری

AgFNR0732

۲

۴

د طبیعي زیرمو مدیریت

AgFNR0534

۲

۱۵

اقلیمي بدلونونه

AgFNR0733

۲

۵

د ځنګل پالیسي او اداره

AgFNR0857

۲

۱۶

لرګي پیژندنه او د لرګیو صنعت

AgFNR0733

۳

۶

د ځنګل روزنه او ګټه اخیستنه

Ag FNR0858

۳

۱۷

ملي پارکونه او خوندې سیمې او حیات وحش

AgFNR0735

۲

۷

د طبي نباتاتو پيژندګلوي او تولید

AgFNR0859

۳

۱۸

نباتي سیستماتیک

AgFNR0213

۳

۸

د چاپيریال ساتنې مبادي

AgFNR0214

۲

۱۹

د چاپیریال ساتنه

AgFNR0860

۲

۹

د ځنګل سروي او اندازه ګیری

AgFNR0641

۳

۲۰

د ځنګلونو اساسات

AgFNR0429

۳

۱۰

د څړځایونو مدیریت

AgFNR0642

۲

۲۱

څیړنیزه پروژه (۱)

AgFNR0736

۲

۱۱

د آبریزو مدیریت

AgFNR0643

۲

۲۲

څیړنیزه پروژه (۲)

AgFNR0737

۲

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم