د پوهنځۍ اوسنی حالت

  • دریاضیاتو پوهنځی څلورغیرې فارغ ده فعالې څانګې( دریاضي آنالیز،الجبر، د تطبیقي ریاضیات او د عمومي ریاضیاتو) څانګې لري.
  •  د یاد پوهنځي علمي او اداري چارې د اتو ګونو فرعي کمېټو، څلورو څانګو او علمی شورا له لوري تنظیمیږي.
  • ریاضیاتو پوهنځی د زده کړې لپاره یو مناسب چاپېریال ( معیاري ټولګي، د کنفرانسونو تالار او اداري دفترونه) لري.
  • په ریاضیاتو پوهنځي کې یو کمپیوټر لب شتون لري، چې محصلان او استادان ترې ګټه اخلي.
  • همدا راز په ریاضیاتو پوهنځي کې یو کتابتون هم شتون لري.
  • په ریاضیاتو پوهنځي کې یو کمپیوټر لب شتون لري، او د تطبیقي مضمونونو د عملي کارونو لپاره محصلان د Mathematica ، MATLAB   او C++,MAPLE پروګرامونه کارولو لپاره نوموړي کمپیوترلب څخه ګته اخلي او خپلې اړتیاوې پوره کوي.
  • یاد پوهنځی یو کتابتون درلودونکی دی چې نژدې ( ۱۰۰۰ ) ټوکه کتابونه پکې شتون لري چې د اړتیا په صورت کې استادان او محصلان ترې ګټه اخلي.

 

        د ریاضیاتو پوهنځی کې د روځنۍ، شپې او ماستری برخو کې ۵۶۰ په شاوخوا کې محصلان په زده کړو بوخت دی.

ددې پوهنځی استادان له خپلو تدریسي، څېړنیزو او اداري کړنو برسېره لاندې کارونه هم سرته رسوي.

  • دپوهنتون او پوهنځي په بېلابېلو کمېټو کې رغنده ونډه.
  • په علمي کنفرانسونو او ورکشاپونو کې رغنده ونډه او فعالیت.
  • په علمي چارو کې د هیواد دعلمي کادرونو ته لارښونه کول.
  • د هیواد د ډېریو پوهنتونو لپاره د ریاضیاتو به برخه کې د کادري آزموینو اخیستل.
  • دریاضیاتو په څانګه کې د علمي کتابونو تآلیف او ژباړه .

گالری رسانه

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.

کابل پوهنتون د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د انګلیسي ډيپارتمنت لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شوی، چې د هیواد د مختلفو پوهنتونونو علمي کادري بستونو د آزموينې ترڅنګ استادان پکې خپلې علمي څېړنې کوي او محصلین هم ترې په مختل

څه باید وکړو/ چی باید کرد? د (څه باید وکړو؟) تر عنوان لاندې د چاپیریال ساتنې په تړاو هنري تمثیل وړاندې شو. د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر ډيپارټمنټ محصلینو له لوري د لارښود استادانو په لارښوونه د "څه باید وکړو؟" تر عنوان لاندې د چاپیریال سات

د معلوماتي ټکنالوژي پوهنځي د کابل پوهنتون یو له هغو پوهنځيو څخه ده چې د مکرويانو سیمه کې قرار لري. د دې لپاره چې د یادې پوهنځي له علمي، اداري او تدریسي چارو څخه خبر شی، نو لاندي ويډيويي را پور وګورئ!

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه