د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي

د حیواني علومو ماستري برنامه د علمي اعتبار سنجۍ پروسې وروسته په ۱۳۹۲ هـ ل کال کې تأسیس شوه. په دې اساس د غوښتونکو لومړۍ ۲۰ کسیزه ډله په دغه برنامه کې قبوله شوه. وروسته لدې هرې دورې ۲۰-۳۰ کسان غوښتونکي درلودل داخل شول. د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم دریمه یا نیمایي برخه د غوښتونکو د هر ګروپ څخه منل شوي کسان د ولایتونو د پوهنتونو کادري غړي وو چې دا کار د ولایاتو د پوهنتونو د علمي کادري غړو د تقویې په موخه ؤ کوم چې د ماسترۍ لپاره د هیواد څخه بهر ته نشوای تللای. اما په ۱۹۹۸ کال کې د کابل پوهنتون فوق لیسانس برنامو بورد تصمیم ونیو چې وروسته لدې د ولایاتو پوهنتونو استادان د کانکور له لارې ماسترۍ برنامه کې شاملیدلای شي.

د حیواني علومو ماسترۍ په پای کې محصلین مکلف دي تر څو د خپلې څېړنې څخه راپور (تیزس) ولیکي. په دغه برنامه کې څلور سمسترونه په پام کې نیول شویدي چې درۍ سمسترونه یې کورس او یو سمستر یې تیزس یا راپور لیکلو ته په نظر کې نیول شویدی. البته محصلین خپل عنوانونه د درسي سمستر په جریان کې انتخاب او خپله څېړنه پیل کوي، د څېړنیزو کارونو په پایله کې دا برنامه پدې بریالۍ شوه چې په اړوندو موضوعاتو کې شاوخوا سل ساینسي سرچینې رامینځته کړي ، کوم چې د دې برنامې یوه بله پایله ده.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم