د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي
د پوهنځي د ماسټرۍ پروګرام د هرې دورې تر بشپړېدو وروسته د ټولنې د اړتيا پر بنسټ د درسي بهير د ښه والي د کرېکولم د کېفيت د لوړاوي په برخه کې لازمې پرېکړې په اساس،چې دهر سمستر په پای کې د پوهنتون علمي شورا ته راپور ورکوي او د پوهنځي رياست د تدريسي بهير د ښه والي په موخه مکلف دی ،چې د ارزونې او بيا کتنې د برنامې له طريقه په لاس راغلې پايلې د تدريس د ښه والي په موخه تطبيق کړي.