د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي

 کلينيکي حيواني طب د طبي علومو یو ډيپارټمنټ دی چې د څارويو د بیلابیلو ناروغيو د تشخيص ، وقایې، او درملنې سره سروکار لري. کلينيکي حيواني طب له کله نه چې په تاريخ کې ثبت دی همدومره مخينه هم لري.ددې طب ځينې برخې بې له شکه پخوانی تمدن لري. کلينيکي حيواني طب د طبي علومو یوه برخه ده چې د څارويو د سمې او مناسبې ساتنې له لارې د انسان روغتيا تضمینوي. د ناروغیو په بیلابیلو ډولونو چې څاروي اخته کیږي ډیری يې زونوز یا د انسانانو او څارويو ترمنځ مشترکې ناروغۍ دي. که چیرې دا ناروغۍ په خپل وخت تشخيص ، درملنه ، مدیریت او مخنیوی ونه شي نو د انسانانو او څارويو روغتيا ته او همدارنګه د هیواد اقتصاد ته یو لوی ګواښ دی. ددې ډول ناروغیو وقايه او درملنه مناسب پلان او فهم ته اړتيا لري چې ددې اسانتیاو او شرايطو د برابرولو لپاره د ماستری په کچه لوړو زدکړو ته اړتیا ده له همدې امله د هيواد د کدرونو د پياوړتيا لپاره د کلينيکي حيواني طب په برخه کې د ماستری او دوکتورا په کچه بايد لوړې زدکړې وشي.

د کلينيکي حيواني طب په ډيپارټمنټ کې د ماستری برنامې رسالت دا دی چې ددې څانګي محصلین په دې برخه کې د مسلکي او هر اړخيزې زده کړې وروسته وکولای شي خپل اغيزمن نقش د هيواد په کچه چې ډیری خلک يې همدا کسب لري اغیزمن ثابت کړي.په لنډه توګه ويلای شو چې د کلينيکي حيواني طب په ډيپارټمنټ کې ماستران به هغه مجرب او تخصصي کسان وي چې د مسلکي، تحقیقي،څیړنيزو او ښونیزو چوپړتیاوو په ترسره کولو سره به په اړوند و سکتورونو کې ارزښتمن خدمات وړاندې کړي.

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم