د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي

د کمپیوتر ساینس پوهنځی په هېواد کې یوازینی دولتي پوهنځی دی، چې د ماسترۍ پروګرام لري. دا پروګرام په ۲۰۱۴ م کال د استونیا د تالین پوهنتون په مرسته او همکارۍ پیل شو او اوس د ياد پوهنځي د استادانو لخوا پر مخ وړل کېږي.

ب. زده کړیز موخې

د معلوماتي ټکنالوژۍ ګټه اخیستنه او کارول په ډېری څانګو لکه: دولتي دفترونه، سوادګرۍ، عامه او خصوصي سکتور خدماتو کې مدغم شوي. سازمانونه د معلوماتي ټکنالوژۍ په زیر بنا تکیه کوي او د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربنا له هر وخت څخه ډېر مهم شوی. هغه ادارې چې په افغانستان کې فعالیت کوي د پرمختللي زده کړې او خورا متخصص متمرکز مهارتونو سره په دې برخې کې د متخصصینو موندلو په برخه کې په سختو شرایطو کې دي؛ نو په پایلې کې دوی په افغانستان کې د کار کولو لپاره له نورو هېوادونو څخه دمعلوماتي ټکنالوژۍ متخصصین استخدام کوي. د همدې موخې لپاره په پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام جوړ شوی؛ څو په کمپیوټري چارې کې د ټولنې د اړتیا وړ مهارتونه پوره کړي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم