د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي

په مالي او بانکي برخه کې د ماسټرۍ پروګرام د پوهنځي د وړانديز،د کابل پوهنتون د فوق لېسانس کمېټې د تائيد او د انسجام او اکاډميکو چارو رياست تر لیسانس پورته پروګرامونوکميسون د تائيدد ۱۳۹۱/۹/۲۵نېټې د ۳۸۳/۳۵۶ګڼه وړانديز او د علمي پروګرامونو د پراختيا رياست د۲۸/۹/۱۳۹۱نېټې وړانديز او د لوړو زدکړو وزارت د ۴۲۴۹/۵۶۸۸ګڼې ۲۸/۹/۱۳۹۱نېټې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۲ کال په پيل کې د رقابتي ازموينې له لارې ۲۵ محصلان جذب او خپل فعاليت يې په شرايطو برابر استادانو په مټ پيل کړ.

پر دې سربېره د اقتصاد پوهنځي په ۱۳۹۳ کال کې د خپلې ماسټرۍ دويمه پروګرام هم د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته د ملي اقتصاد په برخه کې پيل کړه او په څلورو دورو کې يې په ټوليز ډول ۹۹ محصلان فارغ کړي دي، خو په ۱۳۹۶ کال کې د ماسټرۍ پروګرامونو د پلټنې او ارزونې په لړ کې د ماسټرۍ دا پروګرام د مالي او بانکي چارو د ماسټرۍ سره مدغم او د تدريجي لغوې وړانديز يې هم د پوهنځي له لارې انسجام او اکاډميکو چارو رياست ته واستول شو او د لغوې منظوري يې واخيستل شوه.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم