د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي

څرنګه چې ټولو ته معلومه ده، د کرنې پوهنځی د افغانستان لوی اقتصادی سکتور تشکیلوي.

په دغه څانګه کې لوی ملی ناخالص تولید تولیدیږی او زیاتره خلکو ته کاري زمینه برابریږي او د دې لارې خپل ژوند سرته رسوي.

د بل طرف د کابل پوهنتون اګرانومي څانګه د نوموړي پوهنتون، کرنې پوهنځی د پخوانیو څانګو څخه ده چې جامعې ته ېې په زیاته کچه کادرونه وړاندې کړیدي، مګرپدې څانګه کې اوس هم د متخصص کادرونو کمښت محسوس او د ماستري برنامې ایجاد ایجابوي.

د پورته مطالبو په بناء کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د فوق لیسانس برنامو د انکشافي پلان په اساس، کابل پوهنتون کرنې پوهنځي اګرانومي څانګه کې د ماسترۍ برنامه د کابل پوهنتون او د افغانستان تکنالوژی او زراعتی علومو ملی پوهنتون ترمنځ توافق نامې، پلان او اهوافو په اساس طرح کړ چې په نتیجه کې په 1397 هـ ل کال کې د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې په مکررو پیشنهادونو په اساس د موجوده امکاناتو په نظر کې نیولو سره لوړو زده کړو وزارت مقام منظور کړ.

د ماستري برنامې اساسي هدف د اګرانومي په مختلفو بخشونو کې د هیواد او منطقې په سطح د متخصص کادرونو تربیه ده تر څو د کرنې مختلفې ستونزې حل کړای شي.

  هغه واجد شرایط کسان چې د هیواد مختلفو پوهنتونونو څخه فارغ شوي وي د کانکور د امتحان سپري او قانوني اسنادو طی مراحل کولو وروسته شاملیږي. د کابل پوهنتون او انستو پوهنتون د رسمي تفاهم نامې په اساس د څېړنې، تدریس او لنډمهاله پروګرامونه چې لوړو زده کړو وزارت او هندوستان هیواد چې انستو پوهنتون ماستري برنامه اسپانسر کوي دواړه باید استفاده وکړي.

     د کرنې پوهنځی ملی او بین المللی مرستو د لاسته راوړلو لپاره مختلفې تفاهم نامې د داخلي او خارجي موسساتو لکه CAAI, ICARDA, UNDP, GRAIN, FAO د څېړنې او تدریسي اموراتو د مخته وړلو په موخه امضاء کړ چې اګرانومي څانګې هم د دغه مرستو څخه استفاده کوي.

اوسمهال د ماستری برنامې یو ټولګی چې د GRAIN موسسې لخوا حمایه کیږي جریان لري.

اوس مهال د برنامې مخته وړلو لپاره کافي او واجد شرایط استادان شتون لري چې هر یو یې د دنیا د معتبر هیوادونو څخه د دکتورا سند لري. د اګرانومي لابراتوار فعال دی او د مختلفو مؤسساتو لکه USAID, JICA او چین هیواد پواسطه مجهز شویدی. همدارنګه د اګرانومی ماستري برنامه د ډیرو امکاناتو علاوه د نورو څیړنو ترسره کولو لپاره یو هکتار ځمکه په پوهنځی کې په اختیار کې لري.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم