د پوهنځی د ماسټرۍ برنامې معرفي

لکه څرنګه چې په ملي او نړيواله سطحه د جزائي قواعدو او جنائي علومو شتون يو لازمي شی ګڼل کېږي، په همدې ډول د جزا حقوقو او جنائي علومو په ډيپارټمنټ کې د تحصيلي پروګرامونو شتون د حقوقو په پوهنځيو کې مهم او بنسټي دی. له همدې مخې د جزا حقوقو او جنايي علومو د ماسټرۍ برنامې تل مسلکي او مجربو کادرونو ته کوشش او هڅه کړې ده، ترڅو د جزا حقوقو او جنايي علومو ډېر مهم مضامين د دغې برنامې محصلينو ته تدريس کړي. د دغې برنامې موخه د جزا حقوقو د متني او شکلي قواعدو په اړوندو موضوعاتو، له جرمونو سره د مبارزې په لارو چارو او د مجرميت له پديدې سره د مبارزې په خاطر د جرمي لاملونو او عواملو د موندلو په برخه کې د دغه پوهنځي د محصلانو د علمي او عملي پوهې او وړتياوو د سطحې لوړول دي. دغه برنامه به تل دا کوشش او هڅه کوي، ترڅو عدلي او قضائي بنسټونو ته مسلکي او متخصص اشخاص وړاندې کړي او له يوې خوا د هغې مهمې موخې چې د ټولو لپاره عدالت ته له لاسرسي څخه عبارت ده، د ترلاسه کولو سبب شي او له بلې خوا د شکمن، تورن او مجني عليه د انساني حقوقو او کرامت د استنې او له مجرم څخه د بې ګناه د توپيرونې سبب وګرځي، ترڅو عدالت په ښه شکل تامين شي. د دغې برنامې ډېره مهمه موخه د جنائي عدالت د تامينولو په خاطر عدلي او قضائي بنسټونو ته د مسلکي کسانو روزل دي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم