د پوهنځي په اړه

افغانستان په علمي ډگر کې د فزیک پوهنځی یوازینی بنسټ دی چې د فزیک پوهې د پرمختیا، د دغې پوهې په څانگو کې د تخصص را منځته کولو او په افغانستان کې د څیړنو او خلاقیت په منظور تأسیس شوی دی، نوموړي پوهنځی د خپلو متخصصو او ژمنو کادرونو او فزيکي ظرفیتونو په همغږۍ او ملتيا هڅه او هاند کوي چي ټولني ته د ښه خدمت جوګه شي.        

د فزیک اوسنی پوهنځی په ١٣۲١ لمريز کال کي د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په اډانه کي د فزیک د څانګي په توګه تاسیس او په فعالیت پیل وکړ. دطبیعي علومو د پوهنځي د جوړیدو نظریه هغه مهال مطرح شوه چي له یوې خوا په منځنیو ښوونځیو او لیسو کي د زده کوونګو د زیاتوالي له امله د ښوونکو کمښت او له بلي خوا  د متخصصو او متخصصو کادرونو اړتیا د افغانستان په بیلابیلو ادارو او  وزارتونو کې ورځ تر بلې په زياتېدو وه. نو له همدې امله دا پوهنځي د یادو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کابل پوهنتون د دریم پوهنځي په توګه د ساینس پوهنځي په نوم تاسیس شو، چي بیا وروسته د طبیعي علومو پوهنځي په نوم ونومول شو.

په اولو کي محصلینو په ( ریاضي او فزیک) او (کیمیااوبیولوژي) ډیپارټمنټونو کي زده کړي کولې.

په ۱۳۴۸ تحصیلي کال کي د پوهنځيو د اکاډمیک جوړښت په بدلون سره په نصاب کي هم اصلاحات را منځته او نصاب نور هم اختصاصي او ځانکړي اړخونه خپل کړل. چي په پابله کي یې د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي بیلې بیلې څانګي جوړي شوې.

 د اوسني وخت اړتياوو او د فزيک په برخه کې د متخصصو د روزنې په منظور، د فزیک پوهنځی د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د ساینس د پخواني پوهنځي د وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د انسجام ریاست په تایید او د لوړو زده کړو وزارت د رهبری شورا په منظورۍ  په ۱۳۹۳لمریز کال پوهنځي کچي ته پراختیا وکړه او په ۱۳۹۵ لمریز کال په زمري میاشت کې دغه پوهنځي د جلا پوهنځي په توګه په فعالیت پیل وکړ. د فزیک پوهنځي فارغان توانیدلي چي د پوهني وزارت په لیسو، دارالمعلمینو، انستیتوتونو او د لوړو زده کړو په موسسو او پوهنتونونو کي د استادانو په توګه دندي اجرا کړي چي ښې پایلي لري او همدارنګه ددې پوهنځي فارغین د فزیک په برخه کي د متخصصینو په توګه د هیواد په مختلفو ادارو کي خپلي دندي په ښه ډول تر سره کوي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم