د پوهنځي په اړه
پوهېږو افغانستان یو اسلامی هېواد دی او ټول افغان ملت د اسلام سپېڅلي دین پر معتقداتو بشپړ یقین او قاطع باور لري، له دویمې هجري پېړۍ را په دېخوا چې زموږ خلکو پخواني معتقدات پرېښي او د اسلام سپېڅلی دین يې منلی دی، دې دین تر اوسه د افغانستان د خلکو پر ټولو بنسټي فردي او ټولنیزو چارو اغېزه کړې ده او په کړنو او عملونو کې يي ژورې ریښې ځغلولي.
د شرعياتو پوهنځی د هېواد په تاريخ کې اوږده مخينه لري، دا د هماغو رسمي دولتي مدرسو او علمي مرکزونو لړۍ ده چې د افغانستان په تاريخ کې يې د هېواد عدلي، قضايي او نورو مهمو ادارو ته کادرونه روزل، لکه د اميرعبدالرحمن خان په پاچاهۍ کې «د دیني علومو شاهي مدرسه»، د امير حبيبالله خان په واکمنۍ کې «بيت العلوم»، د شاه امان الله خان په پاچاهۍ کې «دارالقضاة الامانيه» او «د شرعي علومو مدرسه» او د اعلیحضرت محمدظاهرشاه په واکمنۍ کې «د شرعي علومو مدرسه»، څرنګه چې د شرعي علومو مدرسه لومړی په ۱۲۹۸هـ ل کال په اماني دوره کې د هېواد د قضايي او عدلي نظام د قاضيانو او مدېرانو د رزونې لپاره جوړه شوې وه، د هماغې موخې لپاره په ۱۳۲۲ لمريز کال کې بيا جوړه شوه.
پر ۱۳۳۰ کال کې د شرعياتو پوهنځی د شرعي او حقوقي علومو لومړنی اکاډميک مرکز او د کابل پوهنتون پنځم پوهنځی شو، د ۴ تنو استادانو په زيار او علمي فعاليت سره چې د شرعي علومو مدرسې (اوسنۍ ابوحنيفه مدرسې) د دوولسم ټولګي (۲۰) تنه فارغان يې محصلان وو د هغه وخت د حقوقو او سياسي علومو اکاډمۍ د رييس ارواښاد پوهاند محمداصغرخان په سرپرستۍ پرانيستل شوه او فعاليت يې پیل کړ؛ اداري او تدريسي چارې يې څه موده د حقوقو او سياسي علومو اکاډمۍ رياست مخته بېولې او بيا ارواښاد جناب ښاغلی مولانا عبدالحق د شرعياتو پوهنځي لومړنی رسمي رييس وټاکل شو.
هغه وخت د شرعياتو پوهنځي درسي پروګرام له شرعي او حقوقي مضامينو جوړ و او محصلانو په دې برخو کې يو عمومي او جامع پروګرام مخته بېوه.
د شرعياتو پوهنځي په پيل کې يو عمومي پروګرام مخته بېوه، يعنې د زدهکړو يوه عمومي ډيپارټمنټ يې لرله. په ۱۳۴۵ کال کې د ښځينه ځوانو کادرونو روزنې ته د زياتې اړتيا پر بنسټ د شرعياتو پوهنځي وپتېيله چې د نجونو د اسلامي تعليماتو ډيپارټمنټ
جوړه کړي، چې تر اوسه د عمومي لېسو او ديني مدرسو د دوولسمو ټولګيو فارغانې ورته جذبېږي او د زدهکړو يو درسي نصاب زده کوي.
په ۱۳۴۹ – ۱۳۵۰ کال کې د نارينهو ځانګړې تحصيلي برخه د زدهکړو پر دوو ډيپارټمنټونو «فقه او قانون» او «اسلامي تعليمات» ووېشل شوه، چې د ديني مدرسو فارغان د اختصاصي کانکور په مټ د زدهکړو دې دوو ډيپارټمنټونو ته راځي.
د شرعياتو پوهنځي د لېسانس دورې زدهکړې په ورځ کې څلور او په شپه کې پينځه تحصيلي کلونه دي. محصلان يې چې د زدهکړو د دورې پروګرام پايته ورسوي، د مونوګراف په بشپړولو سره له پوهنځي فارغېږي او په عدلي او قضايي ادارو او مؤسسو، څارنواليو، د زدهکړو او روزنې مؤسسو او نورو دولتي او نادولتي ادارو او اورګانونو کې پر کار بوختېږي.
د شرعياتو پوهنځي تل د کار مارکېټ ته په کتو اړتياوو ته زيات پام کړی او د درسي نصاب د تطبيقيوالي او ښهکېدن هڅې يې کړې دي، په ۱۳۸۹، ۱۳۹۶، ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې يې د نصاب بياکتنه کړې ده، چې د لوړو زدهکړو وزارت د علمي پروګرامونو د پراختيا د رياست د ۱۳۹۸ کال د پلان پر بنسټ د شرعياتو پوهنځي د درېيو (فقه او قانون، اسلامي تعليمات او اسلامي ثقافت) ډيپارټمنټونو د زدهکړو نصاب بشپړ، چاپ او د زدهکړو په ملي نصاب کې شامل شوی دی او د لوړو زدهکړو وزارت تر منظوورۍ وروسته په ۱۳۹۹ کال کې د هېواد پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو مؤسسو ته چې د نوموړيو ډيپارټمنټونو جواز يې لاره، د تطبيق لپاره خپور شو.