د پوهنځي په اړه
د کمپیوټر ساینس پوهنځی په کال ۱۳۸۸ کې د لوړو زده کړو وزارت د پخواني ستراتیژیک پلان له مخې، د کابل پوهنتون په چوکاټ کې د یوې مستقلې پوهنځۍ په توګه د دې لپاره تاسیس شو چې د عصر او زمان د اړتیاوو مطابق د کمپیوټر ساینس په برخه کې مسلکي کدرونه وروزي، د کمپیوټر ساینس محتوا بډایه کړي، او د لیسانس څخه پورته زده کړو لپاره یوه قوي بنسټ چوړ کړي. دا پوهنځی د کمپیوټر ساینس د هغه دیپارتمنت د ارتقاء له امله رامنځته شو چې په کال ۱۳۷۶ کې د ساینس پوهنځي په جوړښت کې تاسیس شوی و. دا پوهنځی درې فارغه کوونکي (Graduating) دیپارتمنتونه او یو غیر فارغه کوونکی دیپارتمنت لري چې د لومړي او دوهم سمستر د درسونو او د پوهنتون شمول مضامینو په تدریس کې مهم رول لري. د دې پوهنځي د تحصیل موده اته سمسترونه ده؛ په لومړیو دوو سمسترونو کې عمومي مضامین، او په پاتې شپږو سمسترونو کې د درې کلونو تخصصي مضامین په درې رشتو کې—سافټویر انجینري، د معلوماتي ټکنالوژۍ ، او معلوماتي سیستمونه—تدریسېږي.
په دې پوهنځي کې تدریس په داخلي او انګلیسي ژبو ترسره کېږي، او ټول نظری او عملي درسونه د عصري ټکنالوژۍ په وسیله وړاندې کېږي. د دې پوهنځي نصاب د استادانو او د لوړو زده کړو محترم وزارت د تحصیلي نصاب ریاست په مستقیمه همکاري، په درې پړاوونو کې د کلسترونو له لارې، د نړیوالو معیارونو مطابق په معیاري بڼه تدوین شوی دی.
هر محصل د څلورم ټولګي پر مهال مکلف دی چې یو مونوګراف ولیکي او خپله پروژه بشپړه کړي. سربېره پردې، د دې پوهنځي درسي کتابونه معیاري او د زمانې د اړتیاوو مطابق دي. د دې پوهنځي نوې ودانۍ د جاپان هېواد په مرسته جوړه شوې ده. دا درې پوړیزه ودانۍ په کال ۱۳۹۴ کې پرانیستل شوه او د کارونې وړ وګرځېدله. ودانۍ د درسي صنوفو، لابراتوارونو، کتابتون، د کنفرانس خونې، اداري دفترونو او د استادانو د دفترونو څخه جوړه ده.
شکل 1: د کمپیوترساینس پوهنځی د تعمیر نما