د پوهنځي په اړه

د کرنې پوهنځی په ۱۳۳۵ هجري لمریز کال کې په کابل پوهنتون کې د انجنیري پوهنځي سره یو ځای د «کرنې او انجنیري پوهنځي» تر نامه لاندې تاسیس شوه. د یادو دواړو پوهنځیو چارې تر دوو کلونو پورې د علومو پوهنځي له خوا اداره کېدې او د علومو پوهنځي له عمارت او توکو څخه یی ګټه اخیستله. دواړه پوهنځي په ۱۳۳۷ کال کې د علومو له پوهنځي څخه جلا او د خپلواکو واحدونو په توګه یی په فعالیت پیل وکړ. د کرنې پوهنځی په همدې کال کې د کابل د طب د جراحۍ عمارت ته ولیږدول شوه او تر ۱۳۴۴ کال پورې په یاد عمارت کې وه. کرنې پوهنځی په ١٣٤٤ کال کې خپل اوسني عمارت ته چې د یادې پوهنځي لپاره طرحه او ډیزاین شوی وو او په هغه کې د یوې عصري او عالي کرنیزې مؤسسې ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې وې، و لیږدول شو. د پوهنځي عمارت چې په ۲۸۰۰ متر مربع مساحت کې جوړ شوی، د کوچنیو او لویو درسي ټولګیو، لابراتوارونو، دفترونو او نورو اړینو توکو لرونکی دئ.

په یاده پوهنځي کې تر ۱۳۴۵ کال پورې تدریسي نصاب عمومي وو او لومړنۍ ډلې فارغو محصلینو یی چې شمېر یی نهه تنه وو، د کرنې پوهنځي عمومي ډیپلوم ترلاسه کړ. له یادې نیټې څخه وروسته په پوهنځي کې د حیواني علومو، نباتي علومو او د کرنیز اقتصاد او پراختیا ځانګړې څانګې را منځته شوې. د ټولنې له اړتیاوو سره سم کله ناکله د پوهنځي په نصاب کې اړین بدلونونه راغلي دي. پوهنځي په ۱۳۵۹ کال کې اړتیاوو ته په کتو سره د شپږو څانګو او شپږو تحصیلی رتبو په لرلو سره چې د کرنې اختصاصي څانګې وې، نوی اکاډمیک جوړښت ځان ته غوره کړ چې وروسته یی د دوو نورو څانګو په رامنځته کیدلو سره د څانګو شمېر اتو (کرنیز اقتصاد او پراختیا، اګرانومي، نبات ساتنه، هارټیکلچر، ځنګلونه او طبیعي زیرمې، حیواني علوم، خاورې پوهنه او اوبه لګول او بایوټکنالوژي او د کرنیزو تخمونو تولید) ته ورسید.

د پوهنځي لومړی بلاک ۹ درسي خونې، د استادانو لپاره ۱۰ کاري دفترونه او ۸ لابراتوارونه او د پوهنځي دویم بلاک ۸ درسي خونې، د استادانو لپاره ۱۰ کاري دفترونه او ۲ لابراتوارونه لري. سربیره پر دې د کرنې پوهنځی تر دې وړاندې د ژوند د چاپیریال د ملاتړ مرکز وو. همدارنګه کرنې پوهنځی یو انټرنت کلپ، د کمپيوټر زده کړې یو مرکز، کتابتون، د کرنيزو ماشينونو یو ورکشاپ، شنه خونه، څېړنیز  فارم او د نباتاتو بڼ لري. کرنې پوهنځی د اګرانومي او حیواني علومو په برخو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم لري.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم