د پوهنځي اوسنی حالت

د کمپیوټر ساینس پوهنځی د کابل پوهنتون په محوطه کې یوه ښه او نسبتا معیاری ودانۍ لري چې د جاپان د هیواد په مرسته جوړه شوی ده. پدی ودانۍ کی عصري ټولګي، د لیکچر خونې، د کنفرانس مرکز، د کمپیوټر لابراتوارونه، د بایمیتریک لاسرسي کنټرول سیسټم، او د IP ارتباطاتو سیستم لری. همدا راز دغه پوهنځی یو ځانګړی کتابتون، د مطالعې خونه، او انټرنېټ اسانتیاوی لري

د پوهنځي اکادمیک غړی د ماستری او دوکتورا په کچه لوړی زده کړی لری او په تدریس، تحقیق او علمی ډګر کی فعاله ونډه لری.

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم