د ټولنیز کار ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د پوهنځي د ټولنیز کار ډیپارټمنټ د علم او پوهې د پام وړ پرمختګ ته په پام او همدارنګه د ګران هېواد غوښتنو ته په کتو، د کاري او متخصص ځواک او د علم او فکر د تولید په هڅه کې دی چې د ټولنیز کار پنځه کلن لرلیدي پرمختیایي پلان یې له یو کلن ستراتېژیک پلان سره ترتیب او ترسیم کړی او د خپلو پرمختیایي پروګرامونو د ښه والي وړ حللارې یې موندلې دي، تر څو په دې برخه کې د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو او د هېواد په داخل او بهر کې د نورو لوړو زده کړو مؤسسو سره د باور وړ همکار او مرستندوی و اوسي او افغاني ټولنې ته د ځوانو او مسلکي کادرونو په وړاندې کولو سره د خدمت مصدر وګرځي.

که څه هم د ټولنيز کار ډیپارټمنټ تر خپلې وسې پورې په سختو حالاتو او شرایطو کې په لږو امکاناتو سره محصلینو او د پوهې مینه والو ته ارزښتمن خدمتونه وړاندې کړي دي؛ خو دې ډیپارټمنټ دا هڅې او خدمتونه کافي نه دي ګڼلي، د باکیفیته لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې له نړیوالو معیارونو سره مطابق، نور جدي او اغېزناک کارونه او کړنې په پلان کې لري.

دا ډیپارټمنټ، له ټولنیزو مصیبتونو څخه د زیانمنو خلکو د لاسنیوي په منظور، د لوړو زده کړو، د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او د یونیسف ادارې په مالي مرسته په ۱۳۹۳ کال کې جوړ شو، ترڅو ټولنې ته مسلکي ټولنیز کارکوونکي وړاندې کړي.

ب. موخې:

1. لیدلوری:

د اجتماعي کار ډیپارټمنټ د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د پوهنځي یو له کلیدي او مهمو ډیپارټمنټونو څخه دی چې د یو علمي او ښوونیز مرکز په توګه د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د سرته رسولو هڅه کوي، تر څو مسلکي کادرونه د ټولنیز کار په ډيپارټمنټ کې زیانمنو ته د مرستې لپاره ټولنې ته وړاندې کړي او د ټولنیزې هوساینې د منځ ته راتګ د زیانمنو ډلو، لکه: ماشومانو لپاره د ستراتېژیو په تدوین سره له دولت او پالیسي جوړونکو سره علمي همکاري او مرسته وکړي.

2. ماموریت:

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د اجتماعي کار ډيپارټمنټ رسالت او دنده لري چې معیاري ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي، وړ ښوونیز فرصتونه برابر کړي، لوړې او کاراخیستونکې څېړنې ترسره کړي او د ټولنیزو کارکوونکو تر نامه لاندې ټولنې ته متخصص کادرونه وړاندې کړي.

د اجتماعي کار ډیپارټمنټ هڅه کوي چې د محصلینو تر منځ ښوونیزو او څېړنیزو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او معیاري یې کړي، همدارنګه په دې لټه کې دی چې د عملي یا سیمه ییز کار (Field Work Practice/IInternship/& Field Visit) زمینه محصلینو ته برابره کړي.

:3. اساسي موخې

د ټولنیز کار په ډيپارټمنټ کې د لیسانس او ماسټر په سویه د علمي کادرونو روزنه؛

د محصلینو او ټولنې غوښتنو ته په پام د باکیفیته ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول؛

 د ګټورو او لوړو څېړنو د پراختیا او ترسره کولو لپاره د امکاناتو او اسانتیاوو برابرول ؛

د ډيپارټمنټ په کچه د زیربناوو او ښوونیزې ټکنالوژۍ پراختیا او را منځ ته کول؛

د ډیپارټمنټ د استادانو او محصلانو د ارزونې د سیسټم معیاري کول؛

د خوځنده او فعال ښوونیز سیسټم او میتودونو اصلاح او ښه والی؛

د ماشومانو د ساتنې او اجتماعي هوساینې له مؤسسو سره د اغېزناک ارتباط را منځ ته کول او د ټولنیزې هوساینې لپاره محصلانو ته د ساحوي کارونو د زمینې برابرول.

ج) تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

1

د ټولنیز کار بنسټونه

BSW205

4

۱۶

د ټولنيز کار راپور لیکنه

BSW221

4

2

په اسلام کې د ماشومانو حقونه

BSW206

4

اجتماعي او اقتصادي پراختیا

BSW222

۲

3

له ماشومانو او زلمیو سره انساني چلن

BSW207

4

استوګنیز چاپیریال

BSW223

۲

4

ټولنیزه رنځپوهنه

BSW209

4

۱۹

د بشر حقونه

BSW224

۴

5

اجمتاعي کار او د ماشوم حقونه

BSW200

2

له مؤسسو لیدنه

BSW225

4

6

د ماشوم او مور روغتیایي پالنه

BSW213

2

په بېړنیو شرایطو کې د ماشومانو ساتنه او د بحران مدیریت

BSW228

2

۷

ټولنه، فرهنگ او پراختیا

BSW216

4

د ماشومانو سوکالي او هوساینه

BSW230

4

۸

له مؤسسو لیدنه

BSW219

4

سیمه ییز کار I

BSW231

4

۹

د ماشوم ساتنه

BSW220

2

۲۴

د ټولنیزې هوساینې پالیسي

BSW237

4

۱۰

له ماشومانو او نویو څوانانو سره مستقیم چلن

BSW232

2

۲۵

کارکوونکي ماشومان

BSW238

2

د اجتماعي هوساینې اداره

BSW233

۴

۲۶

اعیتاد او ماشومان

BSW240

2

۱۲

سوله او د ټولنیزو شخړو حل

BSW234

4

۲۷

ماشومان په وسله والو ډلو کې

BSW241

4

۱۳

سیمه ییز کار II

BSW226

4

 

په عدلي سیسټم کې د ماشوم لپاره عدالت غوښتنه

BSW229

2

۱۴

د لارې د سر د ماشومانو مطالعه

BSW243

2

۲۸

کار زده کړه Internship

BSW242

4

۱۵

پراختیا د سازمان مدیریت

 

BSW244

4

۲۹

مونوگراف (سمینار )

 

BSW246

4

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم