د نقاشۍ ډیپارټمنټ

الف. پیژندنه

د نقاشۍ ډيپارټمنټ په ۱۳۴۵ کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو د پوهنځي په چوکاټ کې د نقاشۍ د کورسونو په جوړولو سره را منځته شو او په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې یې د لومړۍ دورې محصلین فارغ کړل. د دې ډيپارټمنټ بنسټ ایښودونکي استاد امان الله حیدرزاد، عنایت الله شهراني او د هغه وخت ولسمشر سردار محمد داود خان وو. د انځورګرۍ ډيپارټمنټ په ۱۳۶۳ هجري لمریز کال کې د موسیقۍ، تصویري او ګرافیک هنرونو ډیپارټمنټ په جوړولو سره په یوه پوهنځي بدله شوه.

ب. زده کړه یزې موخې

1. لیدلوری

د نقاشۍ ډيپارټمنټ د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په چوکاټ کې د ځېرک، نوښتګر، زړه سواندي، ژمن او مسلکي نسل د روزلو او د هنري اثارو د رامنځته کولو په موخه کار کوي. دا ډيپارټمنټ د مسلکي متخصصینو د روزلو په برخه کې هڅه کوي چې د انځورګرۍ کمیتي او کیفیتي کچې ته وده ورکړي او د دې ډيپارټمنټ روزل شوې طبقه به د هدف لرونکو متخصصینو په توګه د دې فرهنګ، ملي او دیني هویت په خپرېدو کې لوی رول ولوبوي.

2. ماموریت

د نقاشۍ په برخه کې د مسلکي او ځيرکو متخصصینو روزنه.

په افغانستان کې د نقاشۍ د زده کړو د خدمتونو معیاري کول.

د نقاشۍ ډيپارټمنټ د کمیت او کیفیت له پلوه د یوه بنسټ په توګه چې په ملي او نړیواله کچه له تعلیمي اعتبار سره معرفي کول او ځانګړي هنري ویاړونه تر لاسه کول.

د هیواد په لوی فرهنګي او هنري مدیریت کې برخه اخیستل، د اثارو د جوړولو له لارې د ملي او اسلامي کلتور او ارزښتونو پراختیا او پیاوړتیا.

3. اساسي موخې

- د ټولنې، په ځانګړې توګه د هنرمندانو او انځورګرانو لپاره د ځانګړو او ګټورو اثارو څیړنه، تالیف او ژباړل.

- د زده کوونکو لپاره د انځورګرۍ ګټور پروګرامونه.

- د انځورګري یا انځوریزو اثارو د بیا رغونې او ترمیم په موخه د رنګ د جوړولو، د رنګ د تجزیې او نورو مرستندویه موادو د جوړولو لپاره د لابراتوارونو را مننځته کول او پرمختللي کول.

- د استادانو او محصلینو د پوهې او تجربې د کچې د لوړولو په موخه له بهرنیو او کورنیو بنسټونو سره توامیتونه.

- په هر سمستر کې یا لږترلږه په کال کې یو ځل د زده کونکو د اثارو نندارې ته اېښودل.

- له بهرنیو او کورنیو بنسټونو سره دوه اړخیزه اړیکې.

- په هر سمستر کې یو ځل د کال د غوره زده کونکو د کارونو نندارتون جوړول.

ج. توامیتونه یا اړیکې

د افغانستان له معاصرو هنرونو سره توامیت.

د. تحصیلي نصاب (تخصصي مضامین)

ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

کريډيټ

ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

کريډيټ

۱

نقاشي

F.A.P 136

7

۱۲

نقاشي

F.A.P236

6

۲

کمپوزیشن

F.A.P 105

1

۱۳

کمپوزیشن

F.A.P205

1

۳

رسامي

F.A.P 117

3

۱۴

رسامي

F.A.P217

4

۴

نقاشي

F.A.P436

6

۱۵

نقاشي

F.A.P536

6

۵

‌مینیاتوري نقاشي

F.A.P125

1

۱۶

کمپوزیشن

F.A.P505

1

۶

رسامي

F.A.P417

4

۱۷

رسامي

F.A.P517

2

۷

نقاشي

F.A.P336

6

۱۸

اناتومي

F.A.P504

2

۸

کمپوزیشن

F.A.P305

1

۱۹

د خط نقاشي

F.A.P505

1

۹

انځورګري

F.A.P317

2

۲۰

‌مینیاتورۍ نقاشي

F.A.P506

1

۱۰

معاصر هنرونه

F.A.P23

1

۲۱

نقاشي

F.A.P836

5

۱۱

نقاشي

F.A.P736

5

۲۲

انځورګري

F.A.P717

2

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم