د محصلینو د جذب شرایط

له دولتي او خصوصي پوهنتونونو نه فارغین د فوق لیسانس د مقررې له مخي د هستوي او اتومي فزیک په برنامه کي د لاندې شرطونو په پوره کولو سره شاملیدای شي:

  1. د فزیک له رشتي نه د فراغت سند درلودل او د ریاضي او فزیک له رشتي نه د فراغت په صورت کي د ۵۰٪ یا ترې د لوړي سلني د فزیک مسلکي مضامین په ترانسکرپټ کي درلودل.
  2. د نمرو منځنۍ ۶۵ ٪ یا ترې د لوړي سلني درلودل.
  3. رقابتي ازموینه ورکول او د کامیابي نمره اخیستل.
  4. د مقررې له مخي د شمولیت حق او د هر سمستر د فیس د ورکولو توان درلودل.
  5. د لوړو زده کړو د وزارت، د کابل پوهنتون او د فزیک پوهنځي له خوا  صادر شویو مقررو، اصولو، قوانینو، طرزالعملونو او لوایحو ته به پابند او متعهد وي.
  6. اسلامي، اخلاقي او انضباطي اصول  به له ادارې، استادانو او محصلانو سره مراعات کوي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم