د ماسټرۍ برنامې معرفي

د هارتیکلچر دیپارتمنت د لومړي ځل لپاره په ۱۳۵۴ کال کې د ځنګلونو له دیپارتمنت سره یو ځای د ځنګلونو او هارتیکلچر تر نوم لاندې د کابل پوهنتون په کرنې پوهنځی کې تأسیس شو. په ۱۳۷۳ کال کې دواړه دیپارتمنتونه سره جلا شول او هارتیکلچر د یوه مستقل ديپارتمنت په حیث په فعالیت پیل وکړ. وروسته بیا هارتیکلچر دیپارتمنت د هیواد په بیلابیلو مهمو پوهنتونونو کې را منځ ته شو. اوس مهال د هیواد په سطحه هارتیکلچر د ۱۵ څخه په ډیرو پوهنتونونو کې د کرنې پوهنځی په چوکاټ کې خدمات وړاندې کوي.

هارتیکلچر د نباتي علومو مهمه برخه ده چې د خوړو دری سرچینې لکه سابه، میوې او مغزباب په بر کې نیسي. هارتیکلچر په نورو ټولنیزو برخو لکه د شغل ایجاد، د بڼوالانو د اقتصاد ښه والی، د اوسیدو د چاپيریال په شینوالي او نورو کې هم مهم رول لوبوي. هارتیکلچر د کرنې یوه مهمه برخه ده چې دواړه علم او هنر په بر کې نیسي. ددې برخې متخصصین او علما د وراثت، فزیولوژي، بوتاني، کیمیا او نورو علومو د علمي او عملي معلوماتو څخه په ګټه اخیستلو سره او د نویو او عصري تکنالوژیو او تخنیکونو په پام کې نیولو سره د میوو او سبو لوړ ارزښته ورايټي ګانې چې لوړ حاصل تولیدوي او د بازار اړتیاوې پوره کوي منځ ته راوړي. ددې سربیره هارتیکلچر د ټولولو څخه وروسته د محصول دتنظیم، ارزښت لوړولو او ذخیرې او پروسس تخنیکونه په بر کې نیسي چې ددې لارې د محصول ارزښت لوړیږي او تر ډیره حده د بزګرانو او بازار اړتیاوې پوره کوي.

هارتیکلچر دیپارتمنت اوس مهال د هیواد د بیلابیلو پوهنتونونو په کرنې پوهنځیو کې د بازار د تقاضا او د ټولنې د اړتیا سره سم په لیسانس کچه فارغین ټولنې ته وړاندې کوي. ددې سربیره د هیواد په ځینو پوهنتونونو کې د دې دیپارتمنت ماسټري برنامې هم پیل شوې او په نیږدې راتلونکي کې به په ځینو پوهنتونونو کې د دوکتورا برنامې هم پیل شي.

د هارتیکلچر په ماستري برنامه کې به محصلین د زده کړه ایزو څیړنو او تطبیق وړ لارښودونو له لارې زده کړې کوي. دا برنامه د هیواد په اقتصادي وده کې ونډه لري. له همدې کبله دا دیپارتمنت په هیواد کې د اقتصادي او ټولنیزې ودې سبب کیږي په ځانګړې توګه په کلیو کې چې خلک یې تر ډیره په کرنه بوخت دي. د ماستري دوره د هارتیکلچري محصولاتو په تولید، پروسس او ارزښت لوړولو کې تر ټولو پیشرفته موضوعات په بر کې نیسي. ددې تحصیلي درجې د ترلاسه کولو لپاره د هارتیکلچر او ځنګلونو او هارتیکلچر له دیپارتمنتونو څخه په شرایطو برابر محصلین جذب کیږي.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم