د فزیک او الکترونیک ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د فزیک او الکترونیک ډيپارتمېنت د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په چوکاټ کې یو نوی رامنځته شوی ډیپارتمېنت دی چې د مخابرو او الکترونیکو څېړنو، علمي بنسټونو، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ، د عامې روغتیا وزارت او د کرنې او اوبو لګولو، او اوبو او انرژۍ وزارتونو د اړتیاوو پر بنسټ ایجاد شوې ده، دغه ډيپارتمېنت د علمي او مجربو علمي کادرونو په مټ د فزیک پوهنځي په چوکاټ کې فعالیت کوي.

ب. موخې:

۱. لید لوری:

د فزیک او الکترونیک ډيپارتمېنت هڅه کوي چې د خپلو تدریسي خدمتونو (تدریس)، څېړنو، سلا او مشورو او د ټولنيزو پروژو په تطبیق سره، د فزیک په برخه کې غوره علمي کادرونه وروزي، چې خلکو ته په بشپړه توګه با کیفیته خدمتونه وکړي، چې د سیمي او هېواد په کچه یو علمي او اکاډمیک بنسټ شي.

۲. ماموریت:

د فزیک او الکترونیک ډيپارتمېنت د کار بازار اړتیاوو او تخصصيوالي پر بنسټ د غوره تدریس، څېړنو او خدمتونو له لارې د بېلابېلو ښوونیزو او څېړنیزو بنسټونو لپاره متخصص او مسلکي کادرونه روزي.

۳. اساسي موخې:

  1. د تخصصي پوهې په ملتیا د پوهې توليد؛
  2. د فزیک برخه کې دمتخصصو کادرونو روزل؛
  3. د ګټور تحصیلي نظام د پایلو پر بنسټ د کار موندنه؛
  4. د محصل‌محوره مېتودونو په مټ د استعدادونو وده او روزنه؛
  5. د فزیک په برخه کې څېړنې کول او د څېړنو بنسټیز کول؛

ج.علمي تواميتونه:

د فزیک او الکترونیک ډيپارتمېنت اوس له کوم کورني یا بهرني پوهنتون یا علمي بنسټ سره علمي او تخنیکي توامیت نه لري، خو د فزیک پوهنځي ریاست په کچه د تواميتونه لاسلیکېږي، اوس کوښښ روان دی چې په خپلواکه توګه له صنعتي، علمي او څېړنیزو بنسټونو سره هوکړه‌لیکونه لاسليک شي.

لابراتوارونه او تحصیلي تجهیزات:

  • د میخانیک لابراتوار
  • د برق او مقناطیس لابراتوار
  • د نور لابراتوار
  • د الکترونیک لابراتوار
  • د هستې لابراتوار

هـ) تحصیلي نصاب (تخصصي مضمونونه)

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

 ګڼه

د مضامینو نومونه

کود نمبر

 کريډيټ

۱

وېکتور انالیز

MA2301

4

۱۳

دکوانټوم میخانیک 1

PTH3614

4

۲

د توابع نظریه

MA2304

2

۱۴

دالېکترومقناطیسي تیوي

PHE3612

4

۳

کمپیوټر 1

CS2307

2

۱۵

اتومي فزیک

PHN3605

3

۴

احتمالات

MA2302

2

۱۶

د نسبیت خاصه تیوري

PHT 3619

4

۵

په فزیک کې د ریاضي مېتود 1

PH2405

3

۱۷

کمپیوټر 4

CS3610

2

۶

کمپیوټر2

CS2408

2

۱۸

د کوانټم میخانیک 2

PHT4715

4

۷

تفاضلي معادلې

MA2403

3

۱۹

هسته‌يي فزیک

PHN4706

4

۸

احصائیوي فزیک

PH2408

3

۲۰

د ذراتو فزیک

PHE4722

4

۹

کلاسیک میخانیک2

PTH2413

4

۲۱

کمپیوټر 5

CS4711

2

۱۰

په فزیک کې د ریاضي مېتود2

PH3506

4

۲۲

دجامداتو فزیک

PHE4814

4

۱۱

کمپیوټر 3

CS3509

2

۲۳

کمپیوټر 6

CS4824

2

۱۲

نیمه هادي آلې

PH2317

4

۲۴

د لیزر فزیک

PHE4823

2

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم