د عمومي حقوقو ډيپارټمنټ

د ډیپارتمنت لید لوری:

زمونږ ټولنه داسې یوې متخصصې، بې پرې، د برابرښت او د لاسرسي وړ ادارې ته اړتیا لري، چې کارکوونکي یې د حقوقي وړتيا،  پوهې، نوي او بشپړ مسلک درلودونکي وي ترڅو په افغانستان کې قانون حاکميت او د قانون پر وړاندې برابري او د ټولو وګړو لپاره عدالت ته لاسرسی ترسره شي.

د ډیپارټمنټ مأموریت:

په هېواد کې د ټولو دولتي ادارو  لپاره په کارپوه  کادرونو روزل، ترڅو له دې لارې نه ښه حکومتوالي  رامنځته  او د قانون پلي کیدل بنسټيز شي.

د عمومي حقوقو ډیپارټمنټ موخې:

  • د ماسترۍ برنامې غښتلتيا؛
  • د دیپارتمنت اړوند استادانو د علمي کچې لوړول؛
  • د محصلينو د پوهې او وړتياوو لوړول؛
  • د محصلينو لپاره د علمي او حقوقی څېړنو د زمینې برابرول؛
  • د محصلينو لپاره د وړتياوو لوړونې لنډ مهاله خپرونو (برنامو)، کنفرانسونو، ورکشاپونو، سیمنارونو، ګردي میزونو، علمي او څېړنیزو سیالیو دایرول؛
  • د علمي ظرفیت د لوړولو عمومي چوپړونو وړاندې کول؛
  • د عمومی حقوقو د محکمو د قاضیانو د وړ  قضاوت د زمینې برابرولو لپاره هڅې کول؛
  • د علم او زده کړو د  معیارونو ښه والی او پر هغوی بیاکتنه؛
  • د اړوندو ادارو  د وړتيا لوړونې برنامو د همغږي کولو لپاره هڅې ؛ او
  • د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په مجله کې د حقوقي او قانوني معلوماتو  چاپولو او نشرولو سره د افغانستان د خلکو عامه پوهاوي او د قانوني او حقوقي پوهې د کچې  لوړول.

د عمومي حقوقو ډیپارټمنټ د علمي کادر غړو نوملړ:

ګڼه

نوم

تخلص

د پلار نوم

د زده کړو رشته

۱

عبدالوحید

نیاز

نورمحمد

حقوق

۲

محمد جعفر

کوهستانی

محمد ظاهر

حقوق

۳

محمد موسی

فریور

محمد اسماعیل

حقوق

۴

محمد ظریف

اظهر

محمد حسین

حقوق

۵

عتیق الله

رحیمی

خوش دل

حقوق

۶

نادیه

عیان

ابراهیم

حقوق

۷

سنت الله

انصاری

محمد افضل

حقوق

د عمومي حقوقو ډیپارټمنټ د مضمونونو نوملړ:

ګڼه

مضمونونه

د مضمونونو ډول

د کرېډټونو شمېر

سمستر

۱

د چاپيریال ساتنې حقوق

اختیاري

۲

۲

۲

بشر حقوق

اساسي

۲

۲

۳

سوله او د شخړو حل

اختیاري

۱

۱

۴

مالي حقوق ۱

اساسي

۲

۲

۵

د کار حقوق

اساسي

۲

۲

۶

د خوراک خونديتوب حقوق

اختیاري

۲

۲

۷

 اداري فساد پر وړاندې مبارزه

اختیاري

۲

۲

۸

حقوق او پراختيا

اختیاري

۲

۲

۹

مالي حقوق ۲

اساسي

۲

۲

۱۰

اساسي حقوق

اساسي

۲

۲

۱۱

د کانونو حقوق

تخصصي

۲

۲

۱۲

نړیوال عمومي حقوق

اساسي

۳

۳

۱۳

د مدیریت اصول او بنسټونه

اساسي

۲

۲

د افغانستان اساسي حقوق

اساسي

۲

۲

۱۵

دڅیړنې میتودونه

کار عملی

۲

۲

۱۶

ټاکلي عقدونه

اساسي

۲

۲

۱۷

اساسي مقایسوي حقوق

اساسي

۲

۲

۱۸

د تقنین اصول او فنون

اختیاري

۱

۱

۱۹

 اداري حقوق

اساسي

۳

۳

۲۰

دیپلماتیک او کنسولي حقوق

اساسي

۲

۲

۲۱

 رسنیو حقوق

اساسي

۲

۲

۲۲

د بشر نړیوال حقوق

اساسي

۲

۲

۲۳

د قانون جوړنې اصول

اساسي

۲

۲

۲۴

د رهبرۍ اصول

اساسي

۲

۲

۲۵

د نړیوالو سازمانونو حقوق

اساسي

۲

۲

۲۶

 د مصرف کوونکي د ملاتړ حقوق

اساسي

۲

۲

۲۷

معاصر حقوقي سیستمونه

اساسي

۲

۲

د عمومي حقوقو د دېپارتمنت د اتو سمسترونو د کرېډېټونو ټولګه

۵۴

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم