د سېول انجینرۍ دیپارټمنټ

لیدلوری:

په ملي او نړیواله کچه د سیول انجنیري په برخه کې د تخصصي او مسلکي زده‌کړې او څېړنې وړاندې کول.

ماموریت:

د متخصصو سیول انجنیرانو روزنه د عصري زده‌کړې او عملي مهارتونو له لارې، د ټولنې اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره په بېلابېلو برخو کې د سیول انجنیري په ملي او نړیواله کچه.

تحصیلي اهداف:

د څلور کلن لیسانس پروګرام تر بشپړولو وروسته، د سیول انجنیري دیپارتمنت فارغان د لاندې وړتیاوو په لرلو سره کولای شي د دې دیپارتمنت په فرعي څانګو کې د سیول انجنیر په توګه کار وکړي:

  • د ډېرو مغلقو انجنیري ستونزو د حل وړتیا د ساینسي علومو، ریاضیاتو، سیول انجنیري او اړوندو علومو د زده‌کړو په تطبیق سره.
  • د تجزیې او تحلیل وړتیا او د نوې او مناسبې تخنیکي وسایلو او سرچینو کارونه د پیچلو ستونزو د حل لپاره.
  • د حل لارې د طرحې وړتیا د پیچلو ستونزو لپاره او د اجزاوو، سیستمونو یا پروسو ډیزاین چې د ځانګړو اړتیاوو سره سمون ولري یا نورې اړتیاوې په پام کې ونیسي.
  • د څېړنې او پلټنې پر بنسټ د پیچلو ستونزو د حل وړتیا د مسلکي پوهې او د سیول انجنیري د مسؤلیتونو په ادغام سره.
  • د اغېزمنو او باوري اړیکو د ټینګولو وړتیا د پیچلو انجنیري فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره.
  • د انجنیري پرېکړو د اغېزو د درک وړتیا او د مسلکي اخلاقو تطبیق د دوامدار پرمختګ لپاره.
  • فارغان کولای شي د استوګنیزو کورونو، صنعتي، مدني او تجارتي ودانیو تحلیل، ډیزاین او اعمار د نړیوالو کودونو سره سم ترسره کړي. همدارنګه دوی د مختلفو انجنیري پروژو د تطبیق لپاره د معیاري برآورد او میتودونو مهارتونه ترلاسه کوي.
  • فارغان کولای شي د مؤثر او مصؤن ترانسپورتي سیستمونو طرح او ډیزاین وکړي او د هېواد په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.
  • فارغان د اوبو لګولو سیستمونو ډیزاین کولای شي چې بندونه او کانالونه پکې شامل وي، او همدارنګه د ښاري اوبو رسونې او فاضلاب سیستمونه ډیزاین کړي. د سیول انجنیري فارغان د سطحي او ځمکې لاندې اوبو مدیریت هم ترسره کولای شي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: