د دندو لایحه

د دې معاونيت مهمې دندې دا دي:

د محصلینو په چارو کې د کابل پوهنتون له رييس سره مرسته او د محصلینو د چار په اړه اړينې مشورې ورکول؛

د محصلینو د چارو اړوندو بنسټونو د چارو څار او مشري؛

د تدريسي چارو د ښه والي هڅې؛

د محصلینو اړوندو مقررو، لايحو او طرزالعملونو ارزونه او ځيرنه؛

د ازموينو څار، د پوهنتون د کلني اکاډميک تقويم جوړول او د پوهنتون علمي شورا ته يې د تصويب په موخه استول؛

د نويو محصلینو د جذب په اړه د اړينو ګامونو اخيستل؛

د محصلینو د پايلو ثبت؛

اکاډميک تاجيل، د ازموينو د محرومانو او غايبو محصلینو تثبيت، د اداري معاونيت په مرسته د لوبو، هنري، ټولنيزو فعاليتونو په ګډون محصلینو ته له ټولګي بهر د سالمو بوختياوو رامنځته کول؛

د ديپلومونو، تصديق ليکونو، ټرانسکريپټونو او محصلینو ته د کارتونو وېش او تر فراغت وروسته يې راټولول.

  د محصلینو چارو معاونيت د کابل پوهنتون د مستقيم څار په پايله کې د محصلینو لپاره ستاينوړ فعاليتونه ترسره کړي. دا معاونيت د لوړو زده کړو له قانون سره سم د محصلینو د چارو پر تنظميم او مديريت کار کوي

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم