د جندر او ښځو مطالعاتو ماسترۍ پروګرام

زموږ د لرغوني هېواد د پېژندنې یو لامل کلتوري او ټولنیزه شتمنۍ ده. د افکارو د رامنځته کېدو او بشپړتیا له امله په عمومي توګه په ختیځ او لوېدیځ  او په ځانګړې توګه په سویلي اسیا کې د تمدن څلور لاری ګڼل کېږي. دغه ټولې سترې خزانې د متخصصو کادرونو او نظر خاوندانو په نشتون کې تر علمي څېړنو لاندې ندې نیول شوي، که چېرې د بېلګې په توګه یوازې د دې هېواد د تاریخ برخه یاده کړو، لیدل کېږي چې تر دې مهاله داسې یو مدون تاریخ چې څېړونکو او په ځانګړې توګه د داسې څېړونکو ډلې چې د زده کړې لوړه کچه او په اکاډمیک چاپیریال کې ځای ولري، د څېړنې پلان پر بنسټ د نړۍ په معمولي کچه شتون نه لري او نه دی لیکل شوی، همدارنګه د انسان پوهنې او ټولنپوهنې په برخه کې داسې کارونه چې باید ترسره شوي وای، تر دې مهاله نه دي شوي. د هغه څه په اړه چې تر اوسه ناڅرګند پاتي دي، د ځان پوهاوي او بصریت په ترڅ کې راتلونکي نسلونه کولای شي له موږ څخه چې د هغو لپاره یې په میراث پرېږدو، له پخوا څخه زیات یې د پرمختګ او بشپړتیا لپاره هلې ځلې وکړي او په دې برخه کې ژور فکر وکړي؛ خو دې موخې ته رسیدل، کوټلي ګامونه، دقت او علمي ژمنې ته اړتیا لري. پر همدې بنسټ، د ماستري او دوکتورا تحصیلي پروګرامونو را منځته کول، د دې لارې په وهلو کې د علمي پرمختیا او پوهاوي په برخه  کې یو مهم ګام کېدلی شي. د جندر او ښځو مطالعاتو (ټولنیز جنسیت) د ماستري پروګرام په ټولنیزو علومو پوهنځي کې کیدای شي په دې څانګه کې د علمي لوړتیا د پراختیا او متخصصو کادرونو د روزنې په برخه کې یو مهم ګام واوسي او په عین حال کې  د افغانستان علمي ټولنې لپاره او په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون لپاره د علومو د کیفي پراختیا په موخه د پام وړ پرمختګ رامنځته کړي.

 په کابل پوهنتون کې د ټولنیزو او طبیعي علومو په بېلا بېلو څانګو کې د ماسترۍ اتلس پروګرامونه جریان لري او په ټولو څانګو کې د ماسترۍ پروګرامونو رامنځته کېدل، د دې پوهنتون له  مهمو موخو څخه دی. څرګنده ده چې د ټولنیزو علومو ټولې څانګې او په ځانګړې توګه جندر او د ښځو مطالعات د هرې ټولنې لپاره ځانګړی اهمیت لري او د دې څانګې په پراختیا سره کولای شو، د ټولنې تاریخي او ټولنیز واقیعتونه په کره توګه وپېژنو او تحلیل یې کړو. د جندر او ښځو مطالعاتو ( ټولنیز جنسیت) یوه لویه موخه د ټولنې په بېلا بېلو برخو کې د پرمختیا په پار د مثبتو بدلونونو د رامنځته کېدو په برخه کې د نارینه وو او ښځینه وو د تجربو یو ځای کول او د هغوی له ځواک، استعدادونو او وړتیاوو څخه ګټه اخیستل دی. په دې برخه کې هڅه کېږي چې د جنسیت مطالعاتو څخه په ګټې اخیستنې سره زموږ د ټولنې د کلتوري او ټولنیز جوړښت واقعیتونه له جنسیتي پلوه وڅېړل شي او روښانه شي چې د ټولنیز جوړښت په کومه برخه کې د ښځینه وو او نارینه وو د استعدادونو او وړتیاوو د ودې فرصتونه له خنډونو سره مخ دي. د دې څانګې رغنده موخه په ټولو برخو کې د پراختیا په موخه د دواړو جنسونو لپاره د مناسبو ټولنیزو فرصتونو د رامنځته کېدو په موخه  له دغو خنډونو سره د مبارزې په لاره کې له علمي او څېړنیزو مطالعاتو څخه ګټه اخیستل دي.

لکه چې څرګنده ده، زموږ په ټولنه کې د جندر (ټولنیز جنسیت) د مسالې په اړه څېړنې او مالعات انفرادي اړخ لري او یا د ځینو کورنیو او بهرنیو موسسو له لوري د سیمینارونو او ورکشاپونو په جوړولو سره تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. که څه هم دغه پروګرامونه تر یوه بریده ګټور دي؛ خو د قناعت وړ پایلې یې نه دي لرلي؛ نو اړینه ده چې د متخصصینو له لوري یو ځانګړې او همېشنی علمي پروګرام رامنځته شي، تر څو په دې برخه کې د لا ښې پوهې او د انساني وړتیاوو او استعدادونو د لا ډېرې ودې او د څېړنې د ښو شرایطو د لوړتیا لپاره لاره هواره کړي او په پای کې د افغانستان د علمي ټولنې لپاره تجربه لرونکي کادرونه وړاندې او په هېواد کې د پراختیا لپاره اړینې لارې چارې رامنځته کړي.

موخې:

د هر تعلیمي او تحصیلي پروګرام بنسټیزه موخه، د پروګرام په برخه کې د وړتیا او مسلکي مهارتونو لوړول دي. سربېره پر دې، زموږ د ټولیزې ودې د کچې او د هرې ورځې زیاتېدونکې غوښتنې او د دولتي او خصوصي سکتور د پراختیا د پلان جوړونې لپاره د ټولنیز ژوندانه د بیلابېلو برخو واقعي پېژندنه یو رغنده او ارزښتناکه چاره ده. د جندر او ښځو مطالعاتو په اړه د نصاب پراختیا او د تحصیلي کچې د لوړولو بنسټیزه موخه په اصل کې د دې برخې د اړونده کادرونو د وړتیا لوړول ګڼل کېږي. د افغانستان تاریخ له مخینې په څرګند ډول پوهېږو چې جنسیتي توپیرونو ته پام سره، زموږ ټولنې د ټولنیزو ځانګړتیاوو د ژورې پېژندنې په نشتوالي او کمښت سره څومره ناخوالې ګاللي او په هېواد کې د بېوزلۍ او نورو کړاوونو د رامنځته کېدو لامل شوي دي. له دې امله  په لوړه تحصیلي کچه کې د علمي کادرونو روزنه د پېژندنې، تحلیل او تجزیې او د ستونزو د حل لارو موندلو او د علمي کادرونو له لوري د هغو پراختیا ته پاملرنه یوه اړتیا ده.

په ټولنیزو زده کړو پوهنځي کې د ماسترۍ پروګرام د رامنځته کېدو اړتیا

  • د کابل پوهنتون په ټولنیزو زده کړو پوهنځي کې د ماستري پروګرام رامنځته کول په لومړي قدم کې په دې پوهنځي کې د نصاب پراختیا  دی، ځکه چې د علمي پراختیا د تیوریو او د علمي بنسټونو د مخینې له مخې، که چېرې وغواړو دا بنسټونه اړین ظرفیت، شونتیاوې او مخینه ولري، باید د خپلې پراختیا وړتیا لاسته راوړي.
  • په شته ظرفیت کې له اتو تنو څخه ډېر داسې اشخاص شتون لري، چې د دوکتورا په کچه زده کړې او لوړې علمي رتبې لري چې دا د دې لپاره لاره هواروي تر څو د ماسترۍ پروګرام رامنځته شي.
  • د ټولنیزو زده کړو پوهنځي دوه لسیزې پخوا د ماسترۍ دوره درلوده چې د هېواد په اکاډمیکه ټولنه کې یو شمېر استادان او علمي کادرونه د هماغو دورو فارغان دي.
  • د ټولنیزو زده کړو پوهنځی د کادرونو د روزنې د مرکز په توګه د علمي کادرونو د روزنې لپاره  بېلابېلو کچو او په ځانګړې توګه له لیسانس څخه  پورته پروګرام ته اړتیا لري ترڅو د جندر مسایلو په برخه کې ټولنه و پېژندل شي او ستونزې یې له منځه یوړل شي او د ستونزو په حل کې اغېزمن پریوځي

د علمي کادر ظرفیت شتون، درسي ټولګي، د نصاب د پراختیا اهمیت او په دې برخه کې د لا زیاتو علمي او مسلکي کادرونو روزنه او لوړو پړاوونو ته په راتلونکې کې د افغانستان رسېدل، د ماسترۍ دورې رامنځته کول اړینوي، نو غوره ده چې یاد پروګرام ژر یو ځل بیا جوړ شي.

د پوهنځي داخلي اړتیاوې

  • د نصاب پراختیا او په ټوله کې د پوهنځي پراختیا؛
  • د استادانو د تحصیلي کچې لوړول
  • په افغانستان کې په یادو برخو کې د خدمت په موخه په لوړې تحصیلي کچې سره  د علمي کادرونو ښوونه او روزنه او سمبالونه؛
  • د څېړنې له نویو لارو چارو سره د استادانو بلدتیا او نویو او معتبرو سرچینو ته لاسرسی؛
  • له لیسانس څخه پورته دوره کې له هغو نویو علمي او تخصصي افکارو سره بلدتیا چې د لیسانس دوره کې شتون نه لري؛
  • د پوهنځي او ټولو دولتي او خصوصي بنسټونو لپاره د علمي کادر روزنه چې له دې پړاو څخه په تېرېدو سره وکړای شي، د خپل تحصیل لوړ پړاوونه بشپړ کړي.

په ملي کچه اړتیاوې

  • متخصص علمي کادر ته د ټولنې اړتیا؛
  • د ټولنیزو زده کړو پوهنځي علمي څانګو ځانګړتیاوو ته په پام سره چې فارغان یې په دولتي ادارو کې ګمارل کېږي، د ملي پراختیا او انساني پراختیا په برخه کې د علمي کادر روزنه؛
  • د غیر دولتي سکتورونو لپاره د ملي مسلکي کادر روزنه؛
  • د هېواد د اکاډمیکو بنسټونو کلکه اړتیا؛
  • د هېواد په پوهنه کې د مسلکي او ملي کادر د ګمارنې اړتیا او غوښتنه؛
  • د هېواد په کچه د څېړنیزو مرکزونو لپاره د مسلکي کادر د روزنې اړتیا.

لابراتوار او ښوونیز تجهیزات

د ټولنیزو زده کړو پوهنځي د جندر او ښځو مطالعاتو ماسترۍ پروګرام یو مجهز کتابتون او انټرنټ سره د وصل دیرشو کمپیوټرونو سره د دې څانګې د محصلانو په خدمت کې دی.

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم