د تدریس او محصلینو د ارزونې مېتودونه

د تدریس تګلارې:

د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځی د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو او د معیاري زده‌کړیز چاپېریال د برابرولو په موخه، له معیاري او علمي تدریسي تګلارو څخه کار اخلي. دغه مهمې تګلارې په لاندې ډول دي:

  1. د لکچرونو وړاندې کول:

د درسي مضمونونو د سرلیکونو پر بنسټ د نظري مفاهیمو لیږد.

  1. پرېزنټېشنونه:

د مضمونونو د تشریح لپاره د وړاندې کولو له تګلارو څخه ګټه اخیستل.

  1. تعلیمي وېډیوګانې:

د تخصصي مفاهیمو د لا ښه تشریح لپاره له بصري سرچینو څخه ګټه اخیستنه.

  1. عملي او لابراتواري کارونه:

د ازموینو ترسره کول، د نمونو مطالعې او میداني تمرینونه، تر څو عملي وړتیاوې پیاوړې شي.

  1. علمي بحثونه:

د انتقادي تفکر، علمي همکارۍ او د تخصصي موضوعاتو د ارزونې د پیاوړتیا لپاره د انفرادي او ګروپي بحثونو تنظیم.


د محصلانو د ارزونې تګلارې:

په ځمکپوهنې پوهنځي کې د محصلینو ارزونه د محصلینو د ارزونې د مقررې د ۱۸ مادې او د لوړو زده‌کړو وزارت د معیارونو له مخې ترسره کېږي. ارزونه د سمستر له پیل څخه تر پای پورې دوام مومی او ټولیزه نمره ۱۰۰ ده، چې په لاندې ډول وېشل شوې ده:

  1. صنفي فعالیت ۱۰ سلنه:

منظم حضور، په صنفي بحثونو کې ګډون، پوښتنو ته ځواب ویل او په علمي کړنو کې ونډه اخیستل.

  1. پروژې او کورني کارونه ۱۰ سلنه:

د سمستر په اوږدو کې د مضمون د موخو سره سم د انفرادي یا ګروپي پروژو پلي کول.

  1. د سمستر منځنی ازموینه ۲۰ سلنه:

د رسمي مهال‌وېش له مخې د نیم‌سمستري ارزونې ترسره کول، چې عموماً په اتمه یا نهمه درسی اوونۍ کې اخیستل کېږي.

  1. نهایي ازموینه ۶۰ سلنه:

د سمستر وروستی ازموینه د رسمي مهال‌وېش له مخې، د تدریس شوو مفاهیمو د نهایي ارزونې لپاره.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: