د بايوټيکنالوژۍ او کرنيزو تخمونو د توليد ډيپارټمنټ

الف) پیژندنه:

د  بایو تکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید څانګه په ۱۳۹۳ کال کې د کرنې  پوهنځي  په چوکاټ کې د  بایو تکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید څانګې په نامه فعالیت پیل کړ.  د  بایو تکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید  څانګه په هیواد کې په دې برخه کې یوازینۍ څانګه ده. په لوړ کېفیت تدریس او د بایو تکنالوژي او کرنیزو تخمونو په ډګر کې علمی څیړنې او بوختیاوې د دې څانګې د یووالي نښه ده.

ب) د روزنې موخې:

۱- لیدلوری:

د  بایو تکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید څانګه  هوډ لري چې د افغانستان کرنې ته د غوره تدریس او علمی څیړنو پر مټ غوره خدمت و کړي.

۲- ماموریت:

دا څانګه ژمنه ده، چی د نباتي محصولاتو د تولید د ډیرولو او په ټوله کې د خوراکې پلوه د بایوتکنالوژي او کرنیزو تخمونو پرمټ  د هیواد د بسیاینې په موخه غوره تخصصي کادرونه وروزي.

۳- بسټیزې موخې:

  • د اصلاح شوو تخمونو  د تولید په برخه کې د متخصص کادرونو روزنه او د ناروغیو، آفتونو او وچکالۍ په وړاندې مقاومت لرونکي نوي لوړ حاصل لرونکي ورایټي ګانو را منځ ته  کول ترڅو د ټیټ یا لږ حاصل لرونکي محلي انواعو ځای ناستی شي .

  • د جنتيکي سرچینو د خوندیتوب او سمې کارونې او په هیواد کې د کرنيزو نباتاتو د ځايي انواعو د له منځه تلو د مخنيوي په برخه کې د متخصصو کادرونو روزنه.

  • د کېمیاوي آفت وژونکو پر ځای د نباتاتو او څارویو څخه ترلاسه شوي آفت وژونکو سره د متخصص د کادرونو روزنه.

  • د جنیټکې  انجینرۍ په برخه کې د متخصصو کادرونو روزنه یا د نباتاتو داسې ډیزاین کول چې د آفتونو ، د وښو وژونکو ، د مالګینې یا ښوري، د لوړې تودوخې په وړاندې او د یخنۍ په وړاندې مقاومت ولري، او داسې نور.

  • د سبو او میوو د خواړو د ښه کولو او د دوی د زخیره  کولو، خوندیتوب اود عمر د زیاتوالی لپاره د متخصصو کادرونو روزنه .

ج) هوکړه لیکونه:

په اوس وخت کې د بایوتکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید څانګه له نورو پوهنتونونو سره هوکړه لیکونه نه لري.

د) لابراتوار او تجهیزات:

دا څانګه یو خپلواک لابراتوار لري چې په لومړنیو  تجهیزاتو سمبال دی. یاد شوي وسایل د محصلینو د علمي څیړنو لپاره کارول کېږي.

2541522

شکل 14ـ بایو تکنالوژی او تخمونو د تولید څانګې لابراتوار انځور

 

د بایوټکناوژۍ او کرنیزو تخمونو د تولید څانګې د کادري غړو پیژندګلوي

14251

هـ) د بایوتکنالوژي او کرنیزو تخمونو د تولید څانګې تحصیلی نصاب ( تخصصی مضامین)

525214

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم